۰

دانش له قوماندان علي پور سره په تلېفون خبرې کړې

دوشنبه ۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۱
د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش د سیمه ییزه پاڅونوالو له نیول شوي قوماندان علي پور سره تلېفوني خبرې کړې او د دغه موضوع د ژر حل ډاډ یې ورکړی دی.
دانش له قوماندان علي پور سره په تلېفون خبرې کړې
د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش د سیمه ییزه پاڅونوالو له نیول شوي قوماندان علي پور سره تلېفوني خبرې کړې او د دغه موضوع د ژر حل ډاډ یې ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې علي پور چې د میدان وردګو ولایت د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی او یو ځايي قوماندان پرون یکشنبې د لیندۍ ۴ مه د کابل لوېدیځ د ۱۳مې امنیتي حوزې اړوند د قلعه قاضي په سیمه کې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.

د هغه تر نیول کېدو وروسته د کابل له لوېدیځ کې لاریونونه پیل شول، چې تر دهمزنګ سیمې پورې ورسېدل خو پولیسو پرېرنښودل.

د ولسمشر د دوهم مرستیال دفتر وايي، تر دغه پېښې وروسته دوهم مرستیال سروردانش د خلکو له استازو او امنیتي چارواکو سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې د علي پور د نیول کېدو قضیه په ژوره توګه د خلکو د استازو، اړونده دولتي ادارو او ان خپله له علي پورسره په اساسي ډول ښایي حل شي.

دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د علي پور د نیول کېدو وروسته ښاغلي دانش د دې موضوع په اړه د خلکو له استازو او امنیتي چارواکو سره دوه ځانګړې ناستې درلودې.

په خبرپانه کې ویل شوي دانش له خلکو له استازو سره تر ناستې وړاندې لومړی د ملي امنیت د رییس محمد معصوم ستانکزي او دغه راز د خلکو له استازي مهدي راسخ سره په ناسته کې د یادې موضوع په سوله ییز توګه د حل غوښتنه وکړه.

دانش د علي پور د خلاصون لپاره خلکو مدني حرکتونه ستایلي او ټینګار یې کړی، چې دغه موضوع به په اساسي ډول حل کړای شي.

له دغه ناستو وروسته ښاغلي دانش له علي پور سره پر تلېفون هم خبرې کړې او د علي پور دغه خبرې د خلکو استازو هم اورېدلې، چې نوموړي ورته ویلي، هېڅ وخت د دولت مخالف نه و او نه دی او د نیولو قضیه به یې هم په اساسي ډول حل شي.

علي پور په دې خبرو کې له خپلو پلویانو وغوښتل، چې له دولت سره نېک او همکاره و واوسي او خپله ارامي وساتي تر څو له دغه فرصت ناوړه ګټه وانخستل شي.

نوموړي په دې خبرو کې خپلو پلویانو ته د ځان په اړه هم ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې د امنیتي ځواکونو چلند هم ورسره خورا ښه دی او تل به د دولت همکار وي.

په دغه ناست کې پرېکړه دا وشوه، چې نن به د خلکو د استازو په شتون کې د دوه اړخیزه همکاریو پر بنسټ د دولتي ادارو او علي پور تر منځ حل شي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي