۰
د ولسمشر د دوهم مرستیال مطبوعاتي دفتر!

علي پور د سروردانش په بلنه کابل ته نه و راغلی

دوشنبه ۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۲
د ولسمشر د دوهم مرستیال سروردانش مطبوعاتي دفتر هغه ادعاوې رد کړې، چې ګڼې علي پور د نوموړي په بلنه کابل ته راغلی او وروسته له هغې امنیتي ځواکونو نیولی دی.
علي پور د سروردانش په بلنه کابل ته نه و راغلی
د ولسمشر د دوهم مرستیال سروردانش مطبوعاتي دفتر هغه ادعاوې رد کړې، چې ګڼې علي پور د نوموړي په بلنه کابل ته راغلی او وروسته له هغې امنیتي ځواکونو نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دانش له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځینې کسان د اوضاع د لا پچېلو له پاره دغه ډول ناسمې آوازې خپروي چې ګڼې د ولسمشر دوهم مرستیال هڅول شوی تر څو علي پور کابل ته راوغواړي او وروسته یې ونیسي.

په دې خبرپاڼه کې چې نن دوشنبې د لیندۍ ۵ مه خپره شوې راغلي، چې دغه آوازې هېڅ حقیقت نه لري او په وینا یې که چېرې دانش علي پور کابل ته راوغوښت نو بیا اړتیا نه وه، هغه په پټه او په مسافروړونکي فلانکوچ موټر کې کابل ته سفر وکړي.

خبرپاڼه وايي«دغه ډول آوازې ښايي د لنډ وخت له پاره د ځینو کسانو په ګټه وي چې غواړی د اوضاع په پېچلي کولو سره خپلې موخې وپالي، خو د موضوع له حل سره هېڅ ډول مرسته نه شي کولای.»

دغه مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د علي پور د خلاصون له پاره تر اوسه تر ټولو ډېرې هڅې ښاغلي دانش کړې چې ښه بېلګه یې د خلکو له استازو سره پر تلېفون د علي پور غږول دي.

باید و ویل شي، چې علي پور پرون یکشنبې د لیندۍ ۴ مه د کابل د ۱۳ مې امنیتي حوزې اړوند د شت برچي د قلعه قاضي په سیمه کې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.

د هغه تر نیول کېدو وروسته د نوموړي پلویانو په لاریون لاس پورې کړ او له حکومته یې ژر تر ژره د علي پور د خوشي کېدو غوښتنه وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي