د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان کې د تاوتریخوالي پر دوام اندېښنه ښودلې

5 قوس 1397 ساعت 9:54

د اسلامي همکاریو سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر دوام اندېښنه ښودلې او له ښکېلو غاړو یې د جګړې د درولو غوښتنه کړې.


د اسلامي همکاریو سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر دوام اندېښنه ښودلې او له ښکېلو غاړو یې د جګړې د درولو غوښتنه کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سازمان افغانستان کې وروستیو خونړیو ته په اشارې ویلي، چې د افغانستان به ګڼو ولایتونو کې جګړو او خونړیو پېښو زور اخیستی، چې د ژورې اندېښنې وړ دي.

د یاد سازمان مشر یوسف العثمین په افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام غندلی او دا مسئله یې د جدي اندېښنې وړ بللې ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بلل شوې او د نړۍ ټولو اسلامي علماوو په دغه هېواد کې د سولې پر خبرو ټینګار کړی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان مشر یو ځل بیا له ښکېلو غاړو غوښتي، چې سولې ته غاړه کېږي او په جوماتونو، عامه ځایونو او عامو وګړو باندې وحشتناک او غیر انساني بریدونه ودروي.

د اسلامي همکاریو سازمان دغه اعلامیه پر داسې مهال خپروي، چې په تېرو څو ورځو کې په کابل او خوست ولایت کې دوه ځانمرګو بریدونو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 110682

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110682/

جمهور
  https://www.jomhornews.com