د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکو د راتلونکو ولسشمریزه ټاکنو د ځنډ طرحه له سیاسي ګوندونو، د ټاکنو له څار بنسټونو او مدني ټولنې غړو ته وړاندې کړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه طرحه د کمېسیون چارواکو له خوا د ټاکنو د ملي ناست تر عنوان لاندې غونده کې نن دوشنبې د لیندۍ ۵ مه وړاندې کړه.
یاده غونډه د ولسمشرۍ ټاکنو د مهال وېش په اړه د سیاسي ګوندونو، د ټاکنو د څار بنسټونو او مدني ټولنو د نظرونو د راټولولو په موخه کابل کې د ټاکنو په کمېسیون کې جوړه شوې وه.
په دغه طرحه کې د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ میاشتې ۲۲ مه ټاکل شوې، چې ورسره یو ځای د ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شورا ګانو او غزني ټاکنې هم په نظر کې نیول شوې دي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړي سید حفیظ الله هاشمي په دې غونډه کې و ویل، چې د ټاکنو په تړاو په یاده طرحه کې ۱۰ موارد په نظر کې نیول شوي دي.
د هغه په وینا په دې طرحه کې د مرغومې میاشتې له ۲۱ د سلواغې تر ۱۸ مې پورې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې، د رایه ورکوونکو د نوملړ خپروای د کب ۱۵ مه، د څلور واړه ټاکنو د نوماندانو نوم لیکنه د سلواغې له ۱۵ مې د کب تر ۵ مې، د نوماندانو وروستي نوملړ خپراوی د غوايي ۱۵ مه، د نوماندانو له پاره د اعتبار پانې د صادرول د مرغومي له ۱۱ مې د چنګاښ تر ۱۱ مې، د ولسمشرۍ د ټاکنیزو کمپاینونو پیل له غوايي له ۲۲ مې د چنګاښ تر ۱۹ مې، د ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنیزو مبارزو پیل په ترتیب سره د غبرګولي له ۳۱ مې د چنګاښ تر ۵ مې او د چنګاښ تر ۱۹ مې او د څلور واړه ټاکنو د ترسره کېدو ورځ د چنګاښ ۲۲ مه په نظر کې نیول شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د همدې طرحې سره سم د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه د ۱۳۹۸ کال د لړم ۱۰ مه نېټه ټاکل شوې ده.
په ورته وخت کې د کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد و ویل، چې د دوی د ځینو ستونزو له امله اړ دي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو یو داسې مهال وېش اعلان کړي، چې ټولو ته د منلو وړ وي.
هغه زیاته کړه، چې د له اساسي قانون سره سم د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو د ترسره کېدو نېټه د راتلونکي کال د وري میاشتې ۳۱ مه ټاکل شوې، خو د ځینو ملاحضاتو پر اساس باید ځینې قانوني تېروتنې ومنو تر څو په راتلونکو ټاکنو کې ټولې کمۍ او کاستۍ په نظر کې نیول شوې وي.
نوموړي و ویل، د ولسمشرۍ ټاکنو په مهال وېش کې امینت، د خلکو د زیات باور تر لاسه کول، د ټاکنو د تر سره کېدو بودجه، د هېواد جفرافیايي وضعیت او د حکومت سیاسي ملاتړ باید په نظر کې ونیول شي.
د کمېسیون د رییس په وینا د ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو دغه طرحه وروستۍ شوې نه ده، بلکې د سیاسي ګوندونو، څارونکو بنسټونو او مدني ټولنو د نظر اخستلو په موخه وړاندې شوې ده.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض