کابل کې د یوې خونړۍ پېښې مخه ونیول شوه

6 قوس 1397 ساعت 7:45

امنیتي چارواکي وايي، کابل پولیسو په ښار کې د یوې لویې ترهګریزې او خونړۍ پېښې د رامنځ ته کېدو مخنیوی کړی دی.


امنیتي چارواکي وايي، کابل پولیسو په ښار کې د یوې لویې ترهګریزې او خونړۍ پېښې د رامنځ ته کېدو مخنیوی کړی دی.

د جمهورآژانس د خبر له مخې د کابل د نهمې امنیتي حوزې امریت ویلي، پولیسو د هاوان یوه سرګلوله، چې په موبایل عیاره کړل شوې وه، د ښار په عبدالحق څلور لاري کې کشف او شنډه کړې ده.

سرچینې ویلي، د هاوان دغه مرمۍ د عبدالحق په څلور لاري کې د پولیسو یوې پوستې ته څېرمه اېښودل شوې وه، چې په شنډولو سره یې د یوې لویې خونړۍ پېښې مخه ونیول شوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110708

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110708/

جمهور
  https://www.jomhornews.com