شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان ځواکونو بلخ ولایت کې د عملیاتو پر مهال ۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې ویلي، د نوید ۲۵ عملیاتو په لړ کې افغان ځواکونو د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې پر طالبانو بریدونه کړي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه بریدونو کې ۶ وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
دغه عملیات د چهاربولک په زېکزېک او نوارد زېکزېک کلیو کې تر سره شوي، چې پر مهال یې د BM1 یو عدد سرګلوله او یو ماین هم د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او شنډ شوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل