د ټرمپ یو پخوانی سلاکار په بند محکوم شو

6 قوس 1397 ساعت 10:08

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو پخوانی جوزج پاپا- دوپولوس د دروغ ویلو په جرم په بند محکوم شوی دی.


د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو پخوانی جوزج پاپا- دوپولوس د دروغ ویلو په جرم په بند محکوم شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جوزج پاپا- دوپولوس په ۲۰۱۶ کال کې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار وو.

نوموړی د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین او مسکو تر منځ د مشکوکو اړیکو د قضیې په اړه د ځانګړو تحقیقاتو په لړ کې په حبس محکوم شوی دی.

جوزج پاپا- دوپولوس وروسته له هغه په حبس محکوم شو چې د خپلو تماسونو په اړه یې «FBI» یا د متحد ایالاتو د تحقیقاتو فدرال ادارې ته په دروغ ویلو اعتراف وکړ.

قاضي پرون د برآت له پاره د هغه وروستۍ غوښتنه هم رد کړې او نوموړی یې د دوه اوونیو په بند محکوم کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110717

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110717/

جمهور
  https://www.jomhornews.com