د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د نوماند په توګه د درېدو اعلام وکړ.
د جمهورآژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر ته نېږدې سرچنې وایي، ښاغلي اتمر دغه اعلام له یوې رسنۍ سره په مرکه کې کړی دی.
د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار ته نېږدې کس تواب غورځنګ هم په خپله فسبوک پاڼه د دغه خبر پخلی کړی او ویلي یې دي، چې ښاغلي اتمر له یوې رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې و ویل، چې ولسمشرۍ ټاکنو ته درېږي.
غورځنګ ویلي د ښاغلي اتمر دغه مرکه به د همدې اوونۍ په ترڅ کې خپره شي.
بل خوا پخواني دیپلومات جاوید لودین هم د محمد حنیف اتمر د نوماند کېدو پخلی کړی او هغه یې یو مدبر سیاستوال بللی دی.
لودین ویلي، چې د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر اعلان وکړ، چې د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته نوماند دی.
باید و ویل شي، چې تر ښاغلي اتمر وړاندې ولسمشر غني، او یو شمېر نورو سیاسي څېرو هم د ولسمشرۍ له پاره د نوماند کېدو خبر ورکړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل