ملي دفاع وزارت د امنیت د کابو کولو لپاره نوې طرحې لري

6 قوس 1397 ساعت 13:26

د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي وايي، دغه وزارت په هېواد کې د امنیت د کابو او ښه کولو له پاره نوې طرحې تر کار لاندې لري.


د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي وايي، دغه وزارت په هېواد کې د امنیت د کابو او ښه کولو له پاره نوې طرحې تر کار لاندې لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي بهرامي دغه څرګندونې د مشرانو جرګې د نن سه شنبې د لیندۍ ۶ مې په عمومي غونډه کې وکړې.

ښاغلی بهرامي د کورنیو چارو ویس احمد برمک او د ملي امنیت د رییس محمد معصوم ستانکزي سره یو ځای په هېواد کې وروستیو امنیتي حالاتو ته په کتو مشرانو جرګې ته د پوښتنو لپاره وربللی شوی وو.

نوموړي د امنیتي وضعې په اړه د سناتوراتو د پوښتنو په ځواب کې و ویل، چې دفاع وزارت په هېواد کې د امنیت د کابو کولو له پاره نوې طرحې تر لاس لاندې لري، چې کار پرې روان دی او په پلي کېدو سره به یې د امنیت په ښه والي کې د پام وړ پرمختګ وشي.

هغه د دفاع وزارت د دغه طرحو څخه یوه هم د سیمیزې اردو جوړول یاد کړل، چې په ځینو ولایتونو کې یې کار پیل شوی او په ځینور نورو هغو کې به هم یو په بل پسې پیل شي.

نوموړي زیاته کړه، چې دا ځل د سیمه ییز اردو یا محلي ځواک په جوړېدو کې دفاع وزارت ډېر دقیق دی او له پخوانیو تېروتنو په زده کړې به د دغه ځواک د ښه مدیریت هڅې وکړي.

بل خوا ښاغلي بهرامي د امنیت په برخه کې د سناتورانو اندېښنې پر ځای وبللې خو وه یې ویل، چې دفاع وزارت د امنیت د خوندي کولو په خاطر په بېلابېلو سیمو کې د پراخو عملیاتو پلان تر کار لاندې دی چې په تر سره کېدو سره به یې وضعیت تر یوه حده کنټرول شي.

د ملي دفاع وزیر په دغه وزارت کې له اداري فساد سره پر مبارزې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې زیاتې هلې ځلې پیل شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110730

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110730/

جمهور
  https://www.jomhornews.com