۰
د کورنیو چارو وزیر:

د هغه وسلو په اړه څېړنه کوو، چې د جوماتونو د امنیت ساتنې په موخه مو ورکړې

سی شنبه ۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۶
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي، د هغه وسلو د وېش په اړه به له سره غور وکړي، چې د کابل په لوېدیځ کې یې د جوماتونو او تکیه خانو د امنیت ساتنې په موخه خلکو ته ورکړې وې.
د هغه وسلو په اړه څېړنه کوو، چې د جوماتونو د امنیت ساتنې په موخه مو ورکړې
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي، د هغه وسلو د وېش په اړه به له سره غور وکړي، چې د کابل په لوېدیځ کې یې د جوماتونو او تکیه خانو د امنیت ساتنې په موخه خلکو ته ورکړې وې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی برمک چې له دفاع وزیر او د ملي امنیت رییس سره یو ځای مشرانو جرګې ته ورغوښتل شوی و دغه څرګندونې د سیمه ییز قوماندان علي پور تر نیول کېدو وروسته شویو لاریونونو ته په اشارې وکړې.

هغه وايي، په لاریونونو کې ځینې هغه وسلې، چې د کورنیو چارو وزارت خلکو ته ورکړې وې استفاده شوې، چې په ترڅ کې یې ۴۸ پولیس تپیان شوي، ۹ د پولیسو او درې د ملي اردو پوستې سوځول شوې دي.

ښاغلي برمک و ویل، چې د جوماتونو کمېټه د هغه وسلو چې د کورنیو چارو وزارت له خوا د جوماتونو او تکیه خونو د امنیت په موخه ورکړل شوې وې مسؤولیت لري او کورنیو چارو وزارت له دغه وسلو د سوی استفادې موضوع په جدي توګه څېړي.

د کورنیو چارو وزیر دا هم و ویل، چې نور یې تر امر ثاني پورې په کابل کې په لاریونونو بندیزونه لګولي، هر څوک که لاریون راباسي او د هغه په اړه څو ساعته وړاندې پولیس په جریان کې نه کړي، دغه لاریون یې غیر قانوني او هېڅ اجازه به ورنه کړل شي.

دی وایي، د وړمې ورځې او پرون د لاریونونو په اړه د ځینو وکیلانو او د جوماتونو د کمېتې په مرسته ۵۴ تنه نیول شوي او دا مهال ترې پلټنې روانې دي.

ښاغلي برمک ټینګار وکړ، چې له دغه ډول موضوعاتو نه باید سیاسي ګټه واخستل شي، او امنیتي ارګانونه مسوول دي، چې د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي او قانون پلی کړی.

د کورنیو چارو وزیر دا علان هم وکړ، چې د ملي امنیت شورا پرېکړه کړې، چې غیر مسوول جهادي وسله وال قوماندانان د قانون او حکومت له چوکاټ سره همغږي کړي له هغې پرته له ټولو وسلې راټولېږي.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې که د قانون پلي کولو په برخه کې ولس له حکومت او امنیتي ځواکونو سره همکاري ونه کړي او خپله قانون ترپښو لاندې او حکومت کمزوری کړي، هېڅ وخت به قانون پلی نه شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي