۰

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۴۷۴ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

چهارشنبه ۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۲
د اروپايي ټولنې چارواکو د جینوا کنفرانس کې له افغانستان سره د ۴۷۴ میلیونه یورو د مرستو کولو اعلان وکړ.
اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۴۷۴ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه
د اروپايي ټولنې چارواکو د جینوا کنفرانس کې له افغانستان سره د ۴۷۴ میلیونه یورو د مرستو کولو اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه اعلان د اروپايي کمیسیون د نړیوالې همکارۍ او پرمختګ کمیشنر نیفین میمیکا له خوا پرون سه شنبې د لنیدۍ ۶ مه د جنیوا کنفران کې وشو.

نیفین میمیکا و ویل، چې اروپايي ټولنه د افغانستان او افغان ولس سره د دغه هېواد د ښې او ځواکمنې راتلونکې په جوړولو کې څنګ تر څنګ ولاړ ده او خپلې همکارۍ او مرستې به جاري وساتي.

نوموړي د ۴۷۴ میلیونه یورو مرستو اعلان تر څنګ زیاته کړه، چې دغه مرستې به د افغانستان د سولې او امنیت د ستونزو له کمولو سره لاس وکړي او د ښې او لا ثباتمنې ټولنې د جوړولو بنسټ به کېږدي.

د هغه به وینا دوی د ګډو هڅو پر مټ غواړي په مرستو د افغانستان اتکا کمه کړي او د ټولو افغانانو په ګټه پر ولسواکې حکومتولۍ پانګونه وکړي.

باید و ویل شي، چې د اروپايي ټولنې له خوا دغه مرستې د دولت جوړلو، د عامه سیکتور د اصلاحاتو، روغتیا، عدالت، انتخاباتو او دغه راز د مهاجرت او بې ځایه کېدو په برخو کې له افغانستان سره اعلان شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان په اړه د جینوا کنفرانس پرون پیل شو، چې نن به هم دوام وکړي او عمومي غونډه یې هم نن ده.

دغه کنفرانس په افغانستان کې د شویو پرمختګونو، امنیتي حالت، سولې او نورو ستونزو د ارزولو او دغه راز له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د شویو ژمنو او نورو کېدو ژمنو په اړه جوړ شوی دی.

یاد کنفنرانس ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم ورغلي، چې کفنرانس پرون د ښاغلي غني په وینا پیل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي