۰

زابل کې د طالبانو پاکستانۍ مالي مسوول نیول شوی دی

چهارشنبه ۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۳
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو مالي مسوول نیولی دی.
زابل کې د طالبانو پاکستانۍ مالي مسوول نیول شوی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو مالي مسوول نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د زابل امنیه قوماندان سمونوال مصطفی مایار ویلي، دغه نیول شوی کس د پاکستان تبه دی، چې په زابل کې یې وسله وال تمویلول.

د زابل امنیه قوماندان په دې اړه نور جزیات ورنکړل خو زیاته کړې یې ده، ګومان کېږي نیول شوي کس جاسوسي هم کوله.

د هغه په وینا له نیول شوي کس څخه پلټنې دوام لري او په اړه به یې جزیات وروسته خپاره شي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:زابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي