بلخ کې وسله والو ۲۵ مسافر برمته کړي دي

7 قوس 1397 ساعت 9:27

چارواکي وايي، وسله والو طالبانو بلخ ولایت کې ۲۵ مسافر برمته کړي چې تر اوسه پورې ورسره دي.


چارواکي وايي، وسله والو طالبانو بلخ ولایت کې ۲۵ مسافر برمته کړي چې تر اوسه پورې ورسره دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شنبې د لیندۍ ۶ مه د بلخ ولایت د زارع او کشنده ولسوالیو ترمنځ لار باندې رامنځ ته شوې.

د بلخ د والي ویاند منیراحمد فراهاد د دغه خبر د پخلي تر څنګ وايي، یاد مسافر په دوه پلانکوچ موټر کې د سرپل ولایت له بلخاب ولسوالۍ د بلخ لور ته روان و، چې د لارې په اوږدو کې د وسله والو طالبانو له خوا ښکته او برمته شوي دي.

په ورته وخت کې ځینې راپورونه وايي، دا مسافر د مهدي مجاهد په نوم د یوه غیر مسوول وسله وال قوماندان چې تازه له طالبانو سره یو ځای شوی له خوا تښتول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
 


د مطلب کود: 110757

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110757/

جمهور
  https://www.jomhornews.com