هرات او بادغیس کې ۱۶۱ ماشومان پلورل شوي دي

7 قوس 1397 ساعت 10:21

د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یا یونېسف چارواکي وايي، د افغانستان په دوه وچکالۍ ځپلو ولایتونو کې خلکو ۱۶۱ ماشومان پلورلي دي.


د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یا یونېسف چارواکي وايي، د افغانستان په دوه وچکالۍ ځپلو ولایتونو کې خلکو ۱۶۱ ماشومان پلورلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا ماشومان په تېرو ۴ میاشتو کې په هرات او بادغیس ولایت کې پلورل شوي دي.

د یونېسف ویاندې الیسن پارکر پرون سه شنبې د لیندۍ ۶ مه د جنیوا کنفرانس کې خبریالانو ته و ویل دغه ماشومان چې عمرونه یې له یوې میاشتې تر ۱۶ کلنې پورې دي کورنیو یې د پورونو خلاصونو په پار یا د چا په نوم کړي، یا واده شوي او یا هم پلورل شوي دي.

د مېرمن الیسن په وینا په افغانستان کې ماشومان له خطرناک وضعیت سره مخ دي او له بده مرغه ماشومان اوس په مالي تضمین بدلېږي.

یونېسف په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت په اړه یوه سروې هم کړې او په دغه سروې کې یې ویلي، د پلرونو د پورونو په‌دې قرباني ماشومانو کې تازه زیږیدلې نجونې نامزاد شوي، تر ۱۱ کلنۍ کم عمره واده شوي او د شپږ هلکانو په شمول یو شمېر د پیسو په بدل کې پلورل شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ډه، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې هم ویلي، چې په تېره یوه لسیزه کې د سختې وچکالۍ او جګړې له امله تر ۳۹۹ زره زیات کسان بې کوره شوي هم دي او دغه راز ګڼې کورنۍ له ستونزو سره مخ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110761

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110761/

جمهور
  https://www.jomhornews.com