۰

له طالبانو سره د سولې د مرکچي پلاوي د غړو نومونه اعلان شول

چهارشنبه ۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۸
ولسمشرۍ ماڼۍ د سولې د مرکچي پلاوي د هغه ۱۲ تنو نوملړ اعلان کړ، چې له وسله والو طالبانو سره به د سولې خبرې مخ ته وړي.
له طالبانو سره د سولې د مرکچي پلاوي د غړو نومونه اعلان شول
ولسمشرۍ ماڼۍ د سولې د مرکچي پلاوي د هغه ۱۲ تنو نوملړ اعلان کړ، چې له وسله والو طالبانو سره به د سولې خبرې مخ ته وړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند د سولې مرکچي پلاوی د ولسمشر د دفتر د رییس عبدالسلام رحیمي په مشرۍ ټاکل شوی دی.

په لېست کې د مرکچي پلاوی نور غړي، د پوهنې وزیر محمد میرویس بلخي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرسیتاله، حسینه صافۍ، د لوړو زده کړو وزارت مرستیال عبدالتواب بالاکرزی، د کډوالو چارو وزارت مرستیاله، ډاکتر عالمه، د ملي امنیت ریاست مرستیال جنرال عبادالله عباد، د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضايي، د علماو شورا غړی عطاالله لودین، د پکتیا والي شمیم خان کټوازی، د سترې محکمې غړی عبدالله عطايي، د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي چارو رییس توریالی غیاثي او د حج او اوقافو وزارت مرستیال عبدالحکیم منیب شامل دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند مرتضوي وایي، دا نوملړ وروستی شوی نه دی او ښايي ادلون بدلون په کې راشي.

په ورته وخت کې افغان حکومت د سولې د خبرو د مشورتي بورډ د جوړېدو خبر هم ورکړی چې په وینا یې لاندې ۹ کمېټې لري.

د سیاسي رهبرانو کمېټه، د سیاسي حزبونو کمېټه، د ځوانانو کمېټه، د ښځو چارو کمېټه، د علماو کمېټه، د ولایتي مشرانو کمېټه، د مدني او فرهنګي ټولنې کمېټه، د خصوصي سکتور کمېټه او د کډوالو او کوچیانو کمېټه.

په همدې حال کې ولسمشر محمد اشرف غني نن چهارشنبې د لیندۍ ۷ مه د جینوا کنفرانس کې وینا کوله و ویل، چې د خبرو لپاره د مرکچي پلاوی ټاکل او د سولې مشورتي بورډ جوړل خپله د دې ښکارندویي کوي، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او قوي اراده یې لري.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي