هند، پاکستان ته!

مذاکرات او له ترهګرو ملاتړ په یوه وخت نه شي کېدای

8 قوس 1397 ساعت 7:46

پاکستان غواړي له هند سره خبرې وکړي او اړیکې ښې کړي خو په ځواب کې یې هند ویلي تر هغه پورې له پاکستان سره خبرې نه کوي، تر چې د ترهګرو له ملاتړه لاس وانخلي.


پاکستان غواړي له هند سره خبرې وکړي او اړیکې ښې کړي خو په ځواب کې یې هند ویلي تر هغه پورې له پاکستان سره خبرې نه کوي، تر چې د ترهګرو له ملاتړه لاس وانخلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان چې پرون پنجاب ايالت تللی و او هلته یې په کرتارپور کې له هند سره د يوې نوې تګ راتګ لارې د پرانستې په مراسمو کې وینا کوله و ویل، چې دی او د پاکستان ټولې ادارې له هند سره ښې اړیکې او خبرې غواړي.

عمران خان په خپلو خبرو کې ویلي« زه صدراعظم، زما سياسي ګوند او نور سياسي احزاب، اردو او ټولې ادارې مو په يوه نظر دي چې موږ مخکې تګ او له هندوستان سره متمدنې اړيکې غواړو.»

عمران خان زیاته کړې، که هند د دوستۍ یو ګام واخلي پاکستان به دوه ګامه ورمخې شي.

خو د عمران خان د څرګندونو په غبرګون کې د هند د بهرنیو چارو وزیر سوشما سوراج چې په دې مراسمو کې یې له ګډون کولو هم ډډه کړې، ویلي پاکستان ورته مثبت ځواب ورکړی، خو تر هغه پورې به ورسره مذاکرات پیل نه کړي، تر څو پاکستان د ترهګرۍ مسله حل کړې نه وي.

نوموړي ټینګار کړی، چې له ترهګرۍ ملاتړ او مذاکرات په یوه وخت نه کېږي او د هند لومړي وزیر هم په همدې خاطر پاکستان ته نه دی تللي، چې دغه هېواد د ترهګرۍ مسلې ته پام نه دی کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 110788

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110788/

جمهور
  https://www.jomhornews.com