افغان کرکټ ملي لوبډله له ایرلنډ سره ټېسټ لوبه کوي

10 قوس 1397 ساعت 7:58

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې له بشپړ غړیتوب تر لاسه کولو وروسته د لومړي ځل لپاره خپل منځ کې ټېسټ لوبه کوي.


د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې له بشپړ غړیتوب تر لاسه کولو وروسته د لومړي ځل لپاره خپل منځ کې ټېسټ لوبه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افغانستان او ایرلنډ تر کال د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړل، چې وروسته افغانستان له هند او ایرلنډ له پاکستان سره ټېسټ لوبه وکړه.

که څه هم افغانستان او ایرلنډ تر دې وړاندې ډېر ۲۰ اوریزه او یو ورځنۍ لوبې کړې، خو تر اوسه یې ټېسټ لوبه نه ده او دا به یې لومړۍ پنځه ورځنۍ لوبه وي.

دغه لوبه به راتلونکی کال غالبآ د هند په راجیو ګاندي نړیوال لوبغالي کې د فبرورۍ او مارچ میاشتو تر منځ تر سره شي.

باید و ویل شي، چې پر دې سربېره به افغانستان او ایرلنډ درې شل اوریزه او پنځه یو ورځنۍ لوبې هم وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 


د مطلب کود: 110832

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110832/

جمهور
  https://www.jomhornews.com