بدخشان کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۸ طالبان وژل شوي دي

10 قوس 1397 ساعت 10:46

شمال کې د پوځ چارواکي بدخشان ولایت کې د افغان پوځ د هوايي بریدونو په ترڅ کې د یوه قوماندان په ګډون د ۱۸ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


شمال کې د پوځ چارواکي بدخشان ولایت کې د افغان پوځ د هوايي بریدونو په ترڅ کې د یوه قوماندان په ګډون د ۱۸ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن شنبې د لیندۍ ۱۰ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان پوځ پرون له غرمې وروسته د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ د خستک په دره کې د طالبانو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي.

په خبرپانه کې راغلي، چې په دې هوايي بریدونو کې د مولوي محبوب په نوم د یوه مهم قوماندان په ګډون ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په عملیاتو کې د طالبانو یو مهم پټنځای، دوې خځې او دغه راز درې هایلکس او سراچه موټر، موټرسایکلونه، وسلې او مهامات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بدخشان
 
 


د مطلب کود: 110844

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110844/

جمهور
  https://www.jomhornews.com