۰

ولسي جرګې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي غوښتنه وکړه

شنبی ۱۰ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۱
ولسي جرګې د بهرنیو او افغان ځواکونو په هوایي بریدونو او عملیاتو کې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله ژوه خواشني څرګنده کړه او د دغه ډول بریدونو او عملیاتو د مخینوي غوښتنه یې وکړه.
ولسي جرګې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي غوښتنه وکړه
ولسي جرګې د بهرنیو او افغان ځواکونو په هوایي بریدونو او عملیاتو کې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله ژوه خواشني څرګنده کړه او د دغه ډول بریدونو او عملیاتو د مخینوي غوښتنه یې وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې دوهم مرستیال امیرخان یار د نن شنبې لیندۍ ۱۰ مې په عمومي غونده کې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ، چې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

د یار وینا د ملکي وګړو مرګ ژوبله هغه که د هر اړخ له لوري وي، که د حکومت د ملاتړو له خوا وي او که د وسله والو مخالفینو له خوا د منلو نه ده او په جدي ډول باید په جګړه کې د ماشومانو، مېرمنو، سپین ږیرو او هغه کسانو چې په جګړه کې دخیل نه دي مخنیوی وشي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې نباید په هوايي بریدونو او ځانګړو عملیاتو کې ماشومان، مېرمنې، سپین ږیر او عام وګړو ته مرګ ژوبله واوړي، ځکه په هېڅ قانون کې جواز نه لري.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال پر افغان امنیتي ځواکونو غږ وکړ، چې د خپلو عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوي ته جدي پاملرنه وکړي.

دغه راز هغه پر جوماتونو، ښوونځیو، روغتونو او دیني مدرسو بریدونو ته په اشارې و ویل که چېرې حکومت او خلک په یوه خوله د دغه ډول بریدونو مخه ونه نیسي، هېواد به د تباهۍ او بحران خواته ولاړ او همدا د افغانستان د دښمنانو غوښتنه هم ده.

د ولسي جرګې غړي پر داسې حال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي او په دې برخه کې د جګړې د ښکېلو غاړو د جدي پاملرنې غوښتنه کوي، چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په شپه د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د یوه هوايي برید پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵ ملکي وګړي و وژل شول.

په ولسي جرګه کې د هلمند استازې حبیبه سادات، چې درې ورځې وړاندې د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې پر ولسي وګړو هوايي برید شوی دی.

نوموړې وايي، دا لومړی ځل نه دی، چې پر ملکي وګړو هوايي بریدونه کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم لسګونه ځله ورته پېښې رامنځ ته شوې، خو تر اوسه دا نه ده معلومه شوې، چې ولې پر ملکیانو بریدونه کېږي، آیا هلته د طالبانو مرکزونه مشخص دي؟

د هلمند استازي ټینګار وکړ، چې امنیتي ځواکونه باید دغه مسلې ته جدي پاملرنه وکړي تر څو په راتلونکې کې د ورته پېښو مخه نیول شوې وي.

د جرګې بل غړي عارف رحماني بیا د همدې مسلې په تړاو پر ولسي جرګه نیوکه وکړه او ویې ویل، چې هره ورځ لسګونه انسانان ژوند له لاسه ورکوي، خو ولسي جرګې یې په اړه جدي غبرګون نه دی ښودلی.

هغه و ویل«وضعیت داسې حالت ته رسېدلي، چې ولسي جرګه ویده او بې صده شوې ده.»

نوموړی وایي، هغه کسان چې په هلمند ولایت کې وژل شوي ټول انسانان او غیر نظامي کسان دي، ولې د دولت د دې پر ځای چې ترهګر وځپي ملکي وګړي په نښه کوي او ناورین رامنځ ته کوي؟

د رحماني په وینا د مېرمنو، ماشومانو، سپین ږیرو او عام وګړو وژل یو ناورین دی، چې له هېڅ اصولو سره سمون نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د هوايي بریدونو په اړه د ملکي وګړو د تلفاتو پر زیاتېدو ژوره اندېښنه ښودلې او د جګړې له ښکېلو غاړو یې غوښتي، چې د بریدونو او عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي