۰

د سولې پر مرکچي پلاوی د ولسي جرګې نیوکه: حکومت سولې ته اراده نه لري

شنبی ۱۰ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۸
د ولسي جرګې یو شمېر غړو د حکومت له خوا د وسله والو طالبانو سره د سولې د مرکچي پلاوي ترکیب ته په اشارې و ویل، حکومت اصلآ د سولې له پاره جدي اراده نه لري.
د سولې پر مرکچي پلاوی د ولسي جرګې نیوکه: حکومت سولې ته اراده نه لري
د ولسي جرګې یو شمېر غړو د حکومت له خوا د وسله والو طالبانو سره د سولې د مرکچي پلاوي ترکیب ته په اشارې و ویل، حکومت اصلآ د سولې له پاره جدي اراده نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حکومت د تېرې چهارشبنې په ورځ د ولسمشر د دفتر د رییس عبدالسلام رحیمي په مشرۍ له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو د پرمخ وړونکي ۱۲ کسیزه پلاوي نوملړ اعلان کړ.

په دغه نوملړ کې د مرکچي پلاوی نور غړي، د پوهنې وزیر محمد میرویس بلخي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرسیتاله، حسینه صافۍ، د لوړو زده کړو وزارت مرستیال عبدالتواب بالاکرزی، د کډوالو چارو وزارت مرستیاله، ډاکتر عالمه، د ملي امنیت ریاست مرستیال جنرال عبادالله عباد، د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضايي، د علماو شورا غړی عطاالله لودین، د پکتیا والي شمیم خان کټوازی، د سترې محکمې غړی عبدالله عطايي، د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي چارو رییس توریالی غیاثي او د حج او اوقافو وزارت مرستیال عبدالحکیم منیب شامل دي.

خو د ولسي جرګې یو شمېر غړو د نن شنبې د لیندۍ ۱۰ مې په عمومي غونډه کې د دغه پلاوی پر ترکیب نیوکه وکړه او ویې ویل، دا ښي، چې حکومت سولې ته اراده نه لري.

د جرګې غړي د بهرنیو چارو د کمېسیون غړي جعفر مهدوي و ویل، سوله د افغان ولس لومړنۍ او اساسي اړتیا ته، خو د پلاوي ترکیب ته په کتو ښکاري، چې حکومت د سولې لپاره جدي اراده نه لري.
د هغه په وینا له طالبانو سره د مذاکراتو د مرکچي پلاوي داسې کسان ټاکل شوي چې ۹۰ سلنه یې تجربه نه لري او نه هم په ولس کې ځای ځایګی لري.

د ولسي جرګې دغه غړي ټینګار وکړ، چې ټاکل شوی پلاوی نه یوازې چې د مذاکراتو وړتیا نه لري، بلکې طالبانو ته به هم د منلو نه وي.

نوموړي په جینوار کنفرانس کې د ولسمشر غني څرګندونو ته چې د افغانستان د سولې پروسې بشپړېدا ۵ کاله نور هم وخت غواړي په اشارې و ویل، د هغه له خبرو ښکاري، چې ښاغلي غني د سولې په هڅه کې نه بلکې په قدرت کې د پاتې کېدو به هڅه کې دی.

د جرګې یو بل غړي بشیر احمد ته ینج هم نېږدې ورته څرګندونې درلودې او ویې ویل دا چې د ولسمشرۍ ټاکنې په نېږدې کېدو دي، ولسمشر د سولې خبرو ته دومره پاملرنه  نه ده کړې او د طالبانو سره د خبرو له پاره یې داسې پلاوی ټاکلی، چې د خبرو د پر مخ وړلو توان نه لري.

په ولسي جرګه کې د هرات استازي خلیل الله شهیدزاده هم و ویل، چې ټاکل شوی پلاوی نیمګړی دی، ځکه د ده په وینا په دې پلاوي کې د سیاسي ګوندونو استازي او ملي څېرې شتون نه لري.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د سولې او خبرو پروسه باید له افغان ولس سره همغږې کړای شي، او له دې پرته ټاکل شوی پلاوی نه شي کولی د سولې خبرې مخ ته یوسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د سولې د خبرو د مرکچي پلاوي د نوملړ تر خپرلو وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند شاه حسین مرتضوي پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي و، چې دا نوملړ وروستۍ نه دی او بدلون په کې راتلای شي.

جمهورخبري آژانس: عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي