۰

د ارضي اداره د ښارجوړونې وزارت کې مدغمه او سرپرست وزیر یې پیکار وټاکل شو

شنبی ۱۰ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۱
د ارضي اداره د کور او ښارجوړلو وزارت کې مدغمه او سرپرست وزیر یې د ارضي ادارې مخکنی رییس محمد جواد پیکار وټاکل شو.
د ارضي اداره د ښارجوړونې وزارت کې مدغمه او سرپرست وزیر یې پیکار وټاکل شو
د ارضي اداره د کور او ښارجوړلو وزارت کې مدغمه او سرپرست وزیر یې د ارضي ادارې مخکنی رییس محمد جواد پیکار وټاکل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر محمد اشرف غني په یوه حکم کې سپارښتنه کړې، چې د ارضي اداره دې د ښارجووړنې وزارت کې مدغمه کړای شي.

د ارضي ادارې مخکني ویاند حشمت الله ناصري جمهور خبري آژانس ته د دغه خبر د پخلي تر څنګ و ویل، چې په ښارجوړونې وزارت کې د ارضي ادارې د مدغم کېدو قانوني پړاونه نن شنبې د لیندۍ ۱۰ مه پای ته رسېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه موضوع د تېرې لړم میاشتې په ۲ مه د کابینې په عمومي غونډه کې مطرح او نن یې قانوني چارې بشپړې شوې.

له دې سره تر څنګ د ولسمشر په حکم کې دا هم راغلي، چې وروسته له دې د ښارجوونې وزارت باید د ښارجوړونې او ارضی په وزارت ونومول شي.

حشمت الله ناصري وايي، وړاندې تر دې د ارضي ادارې د ځمکې چارې مخکې وړلې او د ښارجوړونې وزارت د کورنو او ښارونو جوړلو خو دا چې دواړو یو له بل سره نېږدې اړیکې درلوې او زیات همغږۍ ته یې اړتیا وه نو ځکه سره یو ځای شوې دي.

په ورته وخت کې د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم لمخې محمد جواد پیکار د ښار جوړولو او راضي وزارت د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

د چارو ادارې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ولسمشر غني له پارلماني چارو وزارت څخه غوښتي چې نوموړی د رایو اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي.

باید و ویل شي، چې روان کال سید منصور سادات نادري د ښار او کور جوړلو له وزارت څخه استعفا وکړه او تر هغه وروسته روښان ولسمل د دغه وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي