هملند کې د ځنځیري وژونکو بریدګرو د ډلې یو غړی وژل شوی

11 قوس 1397 ساعت 12:11

کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو د ډلې هغه غړی وژلی، چې ځنځیري وژنې او غلچکي بریدونه یې کول.


کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو د ډلې هغه غړی وژلی، چې ځنځیري وژنې او غلچکي بریدونه یې کول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د لیندۍ ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي شوي پولیسو دغه اوپراتیفي عملیات پرون د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي پولیسو د لښکرګاه په شهید غلطان سیمه کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو د ډلې یو غړي و واژه او یو بل یې ټپي کړ او نیولی یې دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه کسانو قصد درلود چې په یاده سیمه کې د پولیسو افسران په نښه کړي، خو د پولیسو له خوا یو تن و وژل شو او بل یې په ټپي حالت ونیول شو.

خبرپاڼه زیاتوي له دې کسانو یو میل تومانچه او یو عراده موټر سایکل هم تر لاسه شوي دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي دې کسانو په هلمند کې د پوځي کسانو، قومي مشرانو او دیني عالمانو په ځنځیري وژنو او غلچکي بریدونو کې لاس درلود.

د وزارت د معلوماتو پر اساس نیول شوي کس په لومړنیو پلټنو کې اعتراف کړی، چې د هلمند لپاره د طالب والي ملا منان له خوا دنده ورته سپارل شوې وه، چې په لښکرګاه ښار کې پوځي منسوبین، قومي مشران او دیني عالمان په نښه او ویې وژني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110879

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110879/

جمهور
  https://www.jomhornews.com