۰

سیمه ییز قوماندان نوید د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو

یکشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۴
قندوز ولایت کې د سیمه ییزه پاڅونوالو یو قوماندان نوید خان آبادي چې په ځینو جرمونو تورن دی، د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.
سیمه ییز قوماندان نوید د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو
قندوز ولایت کې د سیمه ییزه پاڅونوالو یو قوماندان نوید خان آبادي چې په ځینو جرمونو تورن دی، د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د قندوز امنیه قومانداني وايي، قوماندان نوید له دوه ورځو کلابندۍ وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د قندوز له امنیه قوماندانۍ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې قوماندان نوید پرون شپه (د لیندۍ ۱۰) له خپلو شپږو ملګرو سره یو ځای نیول شوی دی.

باید و ویل شي، چې نوید خان آباد درې ورځې وړاندې په قندوز ولایت کې د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند و، خو تر لنډې نښتې وروسته تالقانو ته په تېښته بریالی شو.

نوموړی تالقانو ته تر رسېدو وروسته خپل یو ټپي ملګری د درملنې په موخه د تلقانو ملکي روغتون ته وروړی و خو هملته د ځانګړو ځواکونو له خوا کلابند شو.

هغه نېږدې ۳۰ ساعته د امنیتي ځواکونو په کلابندۍ کې و او همغه مهال یې جمهور خبري آژانس ته په یوه تلېفوني اړیکه کې و ویل، چې تر وروستیو به تسلیم نه شي او که هر څوک یې نیولو ته ورغلل و به یې ولي.

قوماندان نوید په قندوز کې د غیر مسووله وسله والو په لرلو، له خلکو پر باج اخیستنې، قتل، غلا، بچه بازۍ، جنسي تېري د ځمکو په غصب او انسان تښتونه کې په لاس لرلو تورن دی خو خپله دغه تورنه نه مني او د ځان پر وړاندې شوی کار یوه دسیسه بولي.

نوموړي په دې اړه چې د نیولو لامل یې څه کېدای شي جمهور خبري آژانس ته د کلابندۍ پر مهال و ویل«زه یې پر دلیل نه پوهېږم، خو ښايي دلیل یې دا وي، چې زه له طالبانو سره جنګېدلی یم او دوه ځله مې خان آباد ولسوالۍ له طالبانو بېرته نیولې ده.»

نوید پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل«حکومت هغه کسان نیسي چې له طالبانو سره جګړه کوي، ما په تخار ولایت کې کوم کس ځورولۍ؟ او یا کومه بله دوسیه لرم؟ خپله یې ځواب ورکوم، دا چې کومه دوسیه، جرم او جنایت ونه لرم په څه مې دوی کلابندوي.»

د هغه په وینا په قندوز او خان آباد کې یې ځکه دولت نه شي نیولی، چې هلته تر ۴۰۰ وسله وال لري او د طالبانو پر وړاندې د جګړې خط په واک کې لري او د طالبانو پر وړاندې جنګېږي.

دغه سیمه ییز قوماندان زیاتوي، کله چې خان آباد ولسوالۍ طالبانو ونیوله ۱۰ ځلې د کورنیو چارو وزیر ورسره اړیکه ونیوله چې له امنیه قوماندانۍ سره مرسته وکړي او ولسوالي بېرته له طالبانو ونیسي.

د هغه په وینا همداسې یې وکړل ۱۰۰ تنه یې هلته ښکته کړل او د طالبانو سره یې تر هغه پورې جګړه وکړه تر چې ولسوالي یې بېرته ترې ونیوله.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ستا وسله وال غیر مسوول دي وايي، نه خیر دولت ماته وسلې او مرمۍ راکوي او د دولت په چوکاټ کې له طالبانو سره جنګېږم.

د قندوز ولایت له امنیه قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې قوماندان نوید او ملګري یې تر نیول کېدو وروسته قندوز ولایت ته لېږدول شوي او دا مهال د پولیسو تر لومړنیو پلټنو لاندې دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي