مشرانو جرګه:

د سولې د مرکچي پلاوي په ترکیب دې له سره کتنه وشی

11 قوس 1397 ساعت 13:12

مشرانو جرګې له حکومته وغوښتل د هغه پلاوي په ترکیب دې له سره کتنه وکړي، چې د له طالبانو سره د سولې د خبرو له پاره یې ټاکلی دی.


مشرانو جرګې له حکومته وغوښتل د هغه پلاوي په ترکیب دې له سره کتنه وکړي، چې د له طالبانو سره د سولې د خبرو له پاره یې ټاکلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د نن یکشنبې د لړم د ۱۱ مې په عمومي غونده کې د سولې د مرکچي پلاوي په ترکیب د نیوکې تر څنګ و ویل په پلاوی کې باید د سیاسي ګوندونو، ټولو ډلو او ان د طالبانو غوښننې هم په پام کې ونیول شي.

د هغه په وینا په یاد پلاوی کې د طالبانو غوښتنې په پام کې نیول ځکه اړین دي، چې دغه ډلې له وړاندې ویلي له افغان حکومت سره خبرې نه کوي، ولې له نورو ډلو سره چې وړاندې د دوی پر وړاندې درېدلو و غواړي سوله وکړي.

ښاغلي ایزدیار زیاته کړه، افغانستان پراخ بنسټه سولې ته په کورنۍ او بهرنۍ کچه اساسي اړتیا لري او د دې لپاره باید ګاونډي، د سیمې او نړۍ هېوادونه د سولې پر سر یوه خوله شي او اجماع باید ولري.

نوموړی وايي، دا چې په افغانستان کې روانه ۴۰ کلنه جګړه د بهرنیو استخباراتي کړیو له خوا تپل شوې جګړه ده، نو پای ته رسېدل یې هم یوې همغږۍ ته اړتیا لري او له دې پرته په یوازې ځان د سولې خبرې مخ ته وړل به د سولې نه بلکې په هېواد کې د جګړې د اوږدېدو لامل شي.

د مشرانو جرګې یوې بلې غړې ګلالۍ اکبري هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې د سولې اوسنۍ مرکچي پلاوی نه افغان ولس او نه هم طالبانو ته د منلو دی.

نوموړې وايي ټاکل شوی پلاوی د دې توان نه لري، چې د سولې خبرې مخ ته یوسي او پر مټ یې په افغانستان کې سراسري سوله وشي.

په جرګه کې د غور سناتور داود غفاري و ویل، ولسمشر باید د دغه پلاوی د ټاکلو په اړه له مشرانو سره خبرې وکړي او داسې یو پلاوی وټاکي، چې ټولو خواو ته د منلو وي.

بل خوا د جرګې بل غړي نادر بلوچ پر یاد پلاوي د نیوکې تر څنګ و ویل«ولسمشر د خپل دفتر له رییس پرته پر بل چا باور نه لري او دا کار یې له نفاق او بدبختۍ پرته بله لاس ته راوړنه نه لري.»

سناتورې آمنه افضلي په غونده کې زیاته کړه، چې حکومت باید له طالبانو سره د سولې د مرکچي پلاوي په ترکیب له سره کتنه وکړي او داسې یو پلاوی وټاکي، چې ټولو ته د منلو وي.

د هغې په وینا په دې پلاوی کې باید د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې استازي هم برخه ولري او پوره صلاحیت ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسي جرګې یو شمېر غړو هم په پرونۍ غونډه کې د سولې د خبرو د مرکچي پلاوي په ترکیب د نیوکې تر څنګ ویلي وو د دې پلاوي له ټاکل کېدو ښکاري، چې حکومت سولې ته اراده نه لري.

د یادونې ده، چې حکومت د تېرې چهارشبنې په ورځ د ولسمشر د دفتر د رییس عبدالسلام رحیمي په مشرۍ له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو د پرمخ وړونکي ۱۲ کسیزه پلاوي نوملړ اعلان کړ.

په دغه نوملړ کې د مرکچي پلاوی نور غړي، د پوهنې وزیر محمد میرویس بلخي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرسیتاله، حسینه صافۍ، د لوړو زده کړو وزارت مرستیال عبدالتواب بالاکرزی، د کډوالو چارو وزارت مرستیاله، ډاکتر عالمه، د ملي امنیت ریاست مرستیال جنرال عبادالله عباد، د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضايي، د علماو شورا غړی عطاالله لودین، د پکتیا والي شمیم خان کټوازی، د سترې محکمې غړی عبدالله عطايي، د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي چارو رییس توریالی غیاثي او د حج او اوقافو وزارت مرستیال عبدالحکیم منیب شامل دي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
 


د مطلب کود: 110884

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110884/

جمهور
  https://www.jomhornews.com