روانه اوونۍ به درې سیاسي ایتلافونه خپل انتخاباتي ټیکټونه اعلان کړي

11 قوس 1397 ساعت 13:48

ټاکل شوې د روانې اوونۍ تر پای پورې درې لوی سیاسي جریانونه او ایتلافونه د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه خپل انتخاباتي ټیکټونه اعلان کړي.


ټاکل شوې د روانې اوونۍ تر پای پورې درې لوی سیاسي جریانونه او ایتلافونه د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه خپل انتخاباتي ټیکټونه اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د مهال وېش له مخې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ پیل شي.

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې پروسه به په دقیق ډول د راتلونکې سلواغې له ۱۲ مې پیل شي، چې د ټاکنو له رانېږدې کېدو سره د سیاسي جریانونو، ایتلافونو او سیاسیونو منډو ترړو هم زور اخیستی دی.

د همدې ټاکنو له پاره ګڼ شمېر سیاسي ګونده په خپلو کې په خبرو سره بوخت دي تر څو د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره یو ګټوونکی انتخاباتي ټیکټ سره رامیدان ته شي.

همدې هڅو ته په کتو د اسلامي حزب ویاند حشمت الله ارشد جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دوی له جمعیت، جنبش، وحدت اسلامي افغانستان او محاذ ملي ګوندونو سره کلي توافق ته رسېدلي او ډېر ژر به خپل انتخاباتي ټیکټ وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړه«اسلامي حزب له دې نورو ګوندونو سره یو او ګډ دریځ لري تر څو یو انتخاباتي ټیکټ ولري او په څو ورځو کې به دا ټیکټ اعلان کړو.»

ارشد د دې پوښتنې په ځواب کې چې ستاسو په لومړنیو توافقاتو کې پر کومه څېره توافق شوی که نه و ویل، چې تر اوسه پورې څوک نه دي مشخص شوي خو هڅه دا ده، چې یو داسې ملي شخصیت مخ ته کړي، چې د هېواد د مدیریت کولو توان ولري.

د اسلامي حزب ویاند زیاته کړه«دا ګوندونه کلي توافق ته رسېدلي تر څو یو مشخص نوماند ولري اوس یوازې پر نوماند او د هغه پر مرستیالانو خبرې رواني دي او څلورو ورځو کې به دا بحث هم پای ته ورسېږي او یو ګډ انتخاباتي ټیکټ به اعلان کړي.»

ده ټینګار وکړ، چې دا ځل به د میدان ګټونکی هغه نوماند او انتخاباتي ټیکټ وي، چې د اسلامي حزب، حمعیت اسلامي، ملي جنبش، د افغانستان د اسلامي وحدت او ملي محاذ ګوندونو ملاتړ له ځان سره ولري او پر خلکو ونه تپل شي.

بل خوا د اسلامي حزب ویاند دا هم و ویل، چې د حراست شورا او دغه راز نورو سیاسي جریانونو سره هم په دې اړه خبرې روانې دي.

په ورته وخت کې د حراست او ثبات شورا ویاند سید میثم احساني جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې په اوس وخت کې د دوی له خوا یوازې محمد عمر داودزی ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند دی او بل چا د حراست له خوا د نوماندۍ نه دي ویلي او نه هم فکر کوم چې بل څوک دې ځان نوماند کړي.

نوموړي هم زیاته کړه، چې د حراست شورا مشرتابه له نورو سیاسي جریانونو سره په خبرو بوخت دی، چې تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي خو د همدې اوونۍ تر پای پورې به خپل انتخاباتي ټیکټ اعلان کړي.

احسانی و ویل«د حراست شورا له احزابو له شورا او دغه راز د لوی ملي ائتلاف سره په خبرو بوخت دي او د یوه ځواکمن انتخاباتي ټیکټ د رامنځ ته کولو هڅه کوي.»

په ورته وخت کې د لوی ملي ائتلاف غړي محمد ناطقي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دوی یو نوملړ د ائتلاف له د ننه او یو بهر څخه لري خو په وینا یې تر اوسه یو هم نه دی وروستی شوی.

نوموړي هم و ویل، چې د دوی روانې خبرې او بحثونه به هم په نېږدې کې پای ته ورسېږي او یو انتخاباتي ټیکټ به تر راتلونکو دریو ورځو پورې اعلان کړي.

ښاغلي ناطقي د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د دوی له ائتلاف څخه کوم ځانګړی کس د نوماند په توګه ټاکل شوی و ویل، چې نه خو په خبره یې، صلاح الدین رباني، رحمت الله نبیل، ظاهر قدیر او شیدا محمد ابدالي میلان ښودلی، چې ولسمشرۍ ته ځان نوماند کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هم ځان ولسمشرۍ ته نوماند اعلان کړی او ویلي یې دي، دوهم مرستیال به یې بیا هم سروردانش وي.

دغه راز د امنیت شورا پخواني سلاکا محمد حنیف اتمر هم ولسمشرۍ ته د نوماند کېدو پخلی کړی، خو تر اوسه یې د مرستیالانو په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


 


د مطلب کود: 110888

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110888/

جمهور
  https://www.jomhornews.com