افغانستان کې کابو دوه میلیونه ماشومان په درندو کارونو بوخت دي

11 قوس 1397 ساعت 14:21

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، دا مهال په ټول افغانستان کې ۱.۹ میلیونه افغان ماشومان په درندو کارونو بوخت او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.


د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، دا مهال په ټول افغانستان کې ۱.۹ میلیونه افغان ماشومان په درندو کارونو بوخت او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د یاد وزارت وزیر فیض الله ذکي نن یکشنبې د لیندۍ ۱۱ مه کابل کې د ماشومانو د ساتنې په ملي کنفرانس کې وکړې او ویلي ویل، چې د افغان ماشومانو پر وړاندې ګڼې ستونزې لا هم پر ځای دي او نه دي حل شوې.

د هغه په وینا همدا اوس د هېواد په کچه ۱.۹ میلیونه ماشومان له زده کړو او ښوونځي لرې پاتې او د واټونو او سړکونو پر سر په درندو کارونو بوخت دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په تولیز ډول ۳.۷ میلیونه افغان ماشومانو سره له دې چې د زده کړو په برخه کې ډېرې هڅې شوې له زده کړو بې برخې دي او په ښوونځو کې د دغه شمېر ماشومانو د جذب لپاره سم کار نه دی شوی.

دی وايي، دا ماشومانو، په هېواد کې د روانو ناامنیو، کورني فقر، طبعي پېښو، وچکالۍ، کډوالې او یو شمېر نورو ستونزو درلودو له امله له ښوونځي پاتې شوي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر هغه ماشومان چې له ستونزو سره مخ دي په ۲۵ کتګوریو و وېشل، چې په وینا یې ځینې یې په درندو کارونو بوخت، ځینې یې له جرمي ډلو سره یو ځای شوي، ځینې یې د انساني قاچاق ښکار شوي، ځینې یې له وسله والو مخالفینو او نورو ترهګرو ډلو سره یو ځای شوې او یو شمېر نورو بیا نشه يي توکو ته مخه کړې ده.

د هغه په وینا دا ستونزه به تر هغې پورې حل نه شي، تر چې دغه ماشومانو ته د دولتي بنسټونه، مدني ټولنې، او د ماشومانو به برخه کې د ۴۰۰ موسسو په ګډه او همغږۍ کار ونه کړي.

نوموړي په دې برخه کې د حکومت د زیاتې پاملرنې خبر هم ورکړ، چې په وینا یې د ماشومانو د ملاتړ له پاره یې قانون جوړ کړی، چې په پارلمان کې دی، دغه راز یې د ماشومانو د محافظت سکرتریت چې وزارت په چوکاټ کې دی د عالي شورا سکرتریت ته چې د ولسمشر د مرستیال تر مشرۍ لاندې دی پورته کړی دی.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې د ماشومانو د روزنې له پاره حکومت ۵۶ بابه دولتي او خصوصي روزنځایونه جوړ کړي، چې دا مهال په کې ۱۰۰ زره ماشومان تربیه کېږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر و ویل، همدارنګه په پام کې ته چې نوی کال په ټول هېواد کې ۲۶ بابه نور ښوونیز مرکزونه هم د حکومت له خوا جوړ شي، چې تر یوه بریده به د ماشومانو ستونزه ورسره حل شي.
 
جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 


د مطلب کود: 110890

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110890/

جمهور
  https://www.jomhornews.com