۰

مشرانو جرګه: ژر تر ژره فاریاب کې د کمانډو ځواکونو کلابندي ماته کړي

یکشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۴
مشرانو جرګې له حکومت او په ځانګړي ډول له امنیتي بنسټو وغوښتل، چې ژر تر ژره فاریاب ولایت کې د طالبانو له خوا د کمانډو او ځانګړو پولیسو کلابندي ماته کړي.
مشرانو جرګه: ژر تر ژره فاریاب کې د کمانډو ځواکونو کلابندي ماته کړي
مشرانو جرګې له حکومت او په ځانګړي ډول له امنیتي بنسټو وغوښتل، چې ژر تر ژره فاریاب ولایت کې د طالبانو له خوا د کمانډو او ځانګړو پولیسو کلابندي ماته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې د نن یکشنبې لیندۍ د ۱۱ مې په غونډه کې د فاریاب او قندزو سناتورانو و ویل، چې د فاریاب ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د کمانډو او پولیسو د ځانګړو ځواکونو یوه قطعه د طالبانو په کلابندۍ کې ده.

په مشرانو جرګه کې د فاریاب سناتور ګل محمد رسولي و ویل«دا د وحدت ملي نه بلکې د وحشت ملي حکومت دی، د فاریاب ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ د سرحوز کلی له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د طالبانو له خوا کلابند شوی، هلته درې ماشومانو او یوه سپین ږیري د لوږې له امله ژوند له لاس ورکړی، خو حکومت پرې خبر نه دی.»

د هغه په وینا طالبانو تېره شپه د قرمقول او قورغان په ولسوالیو هم بریدونه کړي، چې ۵ پوستې سقوط شوې، ۸ امنیتي سرتېري وژل شوي، ۱۰ تنه ټپیان خو د لوا له خوا مرسته ورته نه ده رسېدلې.

نوموړي حکومت تورن کړ چې په فاریاب کې د طالبانو پر وړاندې په جګړه کې هېڅ همغږي نشته.

بل خوا په مشرانو جرګه کې د قندوز استازي عبدالله قرلق و ویل، چې د فاریاب ولایت په ګرزی وان ولسوالۍ کې له کوچیني اختر راهیسې د کمانډو ځواکونو یو کنډک د طالبانو په کلابندۍ کې دی، خو د لوا قوماندانان او جنرالان ان تلېفوني اړیکو ته ځواب نه ورکوي.

نوموړي د شاهین قول اردو چارواکي تورن کړل، چې په سر کې څه شومې موخې او پلاونه لري او د هغه ځواکونو مرسته نه کوی، چې په کلابندۍ کې دي.

د جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار هم و ویل، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د پښتونکوټ له سرحوز سیمې له ده سره تلېفوني اړیکه نیول کېږي او ویل کېږي، چې هلته امنیتي ځواکونه او ولسي خلک په کلابندۍ کې دي.

ایزدیار زیاته کړه، چې په دې سیمه کې د پنچېشر د ځانګړو پولیسو سرتېري هم په کلابندۍ کې دي، چې یو تن یې وژل شوی او څو نور یې ټپيان شوي دي، خو حکومت تر اوسه د دې کلابندۍ په ماتولو نه دی توانېدلی.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال کمانډو ځواکونو ته د مرستو نه رسول خواشنونکي وبلل او له حکومته په ځانګړي ډول له امنیتی بنسټونو یې جدي غوښتنه وکړه، چې په فاریاب کې د طالبانو له خوا د کمانډو ځواکونو او ولسي وګړو کلابندي ژر تر ژره ماته کړي.

هغه د مشرانو جرګې دارالانشا ریاست ته دنده وسپارل تر څو په دې اړه یو عاجل مکتوب دفاع وزرات ته ولېږي تر څو دې موضوع ته رسېدنه وشي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي