طالبانو سمنګان ولایت کې ۶۰ تنه موټر چلوونکي برمته کړي دي

11 قوس 1397 ساعت 15:02

سیمه ییز چارواکي او د سمنګان د ولایتي شورا غړي وايي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې ۶۰ تنه موټر چلوونکي برمته کړي دي.


سیمه ییز چارواکي او د سمنګان د ولایتي شورا غړي وايي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې ۶۰ تنه موټر چلوونکي برمته کړي دي.

د سمنګان د والي ویاند منیر رحیمي د دې خبر د پخلي تر څنګ وايي، طالبانو دغه موټر چلوونکي دره صوف پایان ولسوالۍ په خشک دره سیمه کې له موټرو ښکته کړي او له ځان سره یې نامالوم لوري ته بېولي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې وسله والو طالبانو ۴۰ موټر چلوونکي برمته کړي، خو د سمنګان د ولایتي شورا غړي حاجي صفت الله جمهور خبري آژانس ته په خبرو کې و ویل، چې وسله والو طالبانو نن یکشنبې د لیندنۍ ۱۱ مه په یاده سیمه کې ۶۰ موټر له لارې ګرځولي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبانو د دغه کسانو تر برمته کولو وروسته د موټرو کلنران خوشي کړي خو ۶۰ موټر چلوونکي لا هم د طالبانو په ولکه دي او برخلیک یې نه دی معلوم.

د هغه په وینا تر پېښې وروسته سیمې ته پولیس رسېدلي، چې ۵۰ موټر یې راخوشي کړي خو ۱۰ نور موټر چې زیانمن شوي و، هملته په سیمه کې پاتې دي.

د سمنګان د ولایتي شورا دغه غړی وایي، پولیس د برمته شویو کسانو د خوشي کولو په هڅه کې دي، خو تر اوسه بریالي شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس: عبدالجلیل سروش
 


د مطلب کود: 110896

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110896/

جمهور
  https://www.jomhornews.com