کابل کې د غلو د یوه بانډې درې غړي نیول شوي دي

12 قوس 1397 ساعت 8:11

کابل پولیس وايي، په ښار کې یې د غلو د یوه هغه باڼډ درې غړي غړي نیولي، چې له خلکو به یې واړه موټر غلا کول.


کابل پولیس وايي، په ښار کې یې د غلو د یوه هغه باڼډ درې غړي غړي نیولي، چې له خلکو به یې واړه موټر غلا کول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه درې تنه په غلا تورن د کابل ښار د درېیمې ناحیې له اړونده سیمې پولیسو له دوه میله تومانچو او یو عراده کرولا موټر سره یو ځای نیولي دي.

د کابل پولیس وايي، دا حرفه وي غله، خالد، میرآقا او مقصود نومېږي، چې په رېيمه، شپږمه او اومې ناحیو په سیمه کې یې وسله والې غلې، باج ګیر او واړه موټر غلا کول.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي دغه غله د روانې لیندۍ په ۱۰ مه وروسته له هغه چې یو کرولا موټر یې غلا کړی و د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د پولیسو له خوا ونیول شول.

وزارت زیاتوي، نیول شوي غله تر پلټنو لاندې دي او هڅه کېږي نور ملګري یې هم ونیول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110906

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110906/

جمهور
  https://www.jomhornews.com