ولسمشرغني او جنرال دوستم پر امنیت خبرې کړې دي

12 قوس 1397 ساعت 8:21

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او لومړي مرستیال یې جنرال عبدالرشید دوستم په هېواد کې پر وروستیو امنیتي حالاتو او په ځانګړې توګه د فاریاب پر امنیت خبرې کړې دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او لومړي مرستیال یې جنرال عبدالرشید دوستم په هېواد کې پر وروستیو امنیتي حالاتو او په ځانګړې توګه د فاریاب پر امنیت خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي دوستم له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ناسته پرون یکشنبې د لیندۍ ۱۱ مه په ارګ کې تر سره شوه.

سرچینه زیاتوي، چې د ناستې پر مهال د ملي امنیت شورا سلاکا ډاکتر حمدالله محب او د ملي امنیت رییس محمد معصوم ستانکزي هم شتون درلود او د فاریاب د امنیت په اړه یې خبرې وکړې.

دغه راز خبرپاڼه وايي، د ښاغلي غني، ښاغلي دوستم، ښاغلي محب او د ملي امنیت د رییس خبرې تر ډېره د امنیتي وضعیت د خرابېدو د مخنیوي پر لارو چارو متمرکزه وې.

د جنرال دوستم دفتر زیاته کړې، چې په ناسته کې له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه خبر بحث وشو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 110907

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110907/

جمهور
  https://www.jomhornews.com