د افغانستان د ملي امنیت شورا د نامسووله وسله والو ډلو او اشخاصو د قانونمنده کېدو پالیسي او طرزالعمل په پرنسیپ کې تایید کړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امنیتي سکټور دغه غونډه پرون یکشنبې د لیندۍ ۱۱ مه ماښام مهال د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشرۍ د امنیت شورا په دفتر کې جوړه شوه.
د امنیت شورا دفتر پر فسبوک پاڼه راغلی معلومات وایي، په دې ناسته کې د غزني، فاریاب، ننګرهار او فراه ولایتونو سربېره، د هېواد په امنیتي وضعیت بحث وشو.
سرچینه زیاتوي، چې د امنیتي سکټور وزیرانو، د لاسته راوړنو، امنیتي پلانونو، د ګواښونو کچې، عملیاتونو، اقدماتو او د وضعیت د ښه کېدو لپاره د جدي امنیتي تابیاوو راپور جلسې ته وړاندې کړ.
په دې معلوماتو کې راغلي په غونده کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لوړېدو په عواملو هم بحث وشو او ټینګار پر دې و، چې ملکي وګړو ته د تلفاتو له اوښتو باید په جدي ډول مخنیوی وشي.
د ملي امنیت شورا دفتر وایي، ښاغلي محب د امنیتي مسوولینو د راپورنو له اورېدو وروسته د امنیتي او دفاعي بنسټونو ترمنځ یې پر لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ.
بل خوا سرچینه کاږي، چې په دې ناسته کې د نامسووله وسله والو ډلو او اشخاصو د قانونمنده کېدو پر پالیسۍ او طرز العمل هم مفصل بحث وشو.
د ملي امنیت شورا دفتر زیاتوي د غونډې د غړو له نظریاتو وړاندې کېدو وروسته، پالیسي او طرزالعمل په پرنسیپ کې تایید شول او ټاکل شوې ده، چې د وروستي تایید لپاره د امنیت شورا غونډې ته وړاندې شي.
جمهورخبري آژانس:کابل