یو ملا امام او د پولیسو یو افسر د یوه دیني عالم د ترور په تړاو ونیول شول

12 قوس 1397 ساعت 10:52

ملي امنیت ریاست وایي، کابل کې یې یوه جومات ملا امام او د پولیسو یو برحاله افسر د یوه دیني عالم د ترورکولو په تړاو نیولي دي.


ملي امنیت ریاست وایي، کابل کې یې یوه جومات ملا امام او د پولیسو یو برحاله افسر د یوه دیني عالم د ترورکولو په تړاو نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نه نن دوشنبې د لیندۍ ۱۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه دوه کسانو قصد درلود په کابل ښار کې یو دیني عالم ترور کړي خو هدف ته له رسېدو وړاندې د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شول.

د ملي امنیت په خبرپاڼه کې راغلي نیول شوي کسان د حقاني شبکې غړي او باالفعل له یو میل بې غږه تومانچې سره نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي«نورالرحمان د حبیب الرحمان زوی او د کابل ښار د پنځمې ناحیې د حضرت بلال جامع جومات ملا امام او عنایت الله د خان شاه زوری د کابل ښار د اتمې حوزې برحاله افسر، چې د میدان وردګو ولایت کې د حقاني شبکې د قوماندان قاري نورآغا مشهور په آلماس له خوا حقاني شبکې ته جذب کړای شوي و پلان درلود، چې کابل ښار کې یو تن دیني عالم ترور کړي.»

سرچینه زیاتوي، چې دغه دوه کسان د تېرې جمعې د لیندۍ دوهمه کابل ښار کې د یوه کرولا موټر په واسطه یوه جومات ته له بې غږه تومانچې سره ورغلي وو تر څو خپل پلان عملي کړي خو ملي امنیت ځواکونو هدف ته له رسېدو وړاندې ونیول.

ملي امنیت وايي، نیول شوي کسانو په خپل جرم اعتراف هم کړی او دا مهال تر نورو پلټنو لاندې دي.

که څه هم ملي امنیت په خبرپاڼه کې د هغه دیني عالم نوم نه دی په ډاګه کړی، چې دغه کسانو یې د وژلو پلان درلود، خو له دې وړاندې داسې ناتایید شوي راپورونه وو چې ګڼې ملي امنیت ځواکونو هغه دوه وسله وال نیولي، چې غوښتل یې د کابل ښار د باغ بالا د جامعې جومات ملا امام حبیب الله حسام ترور کړي.

ملي امنیت پر داسې مهال د یوه دیني عالم د ترور کېدو د پلان شنډولو او په تړاو یې د دوه وسله والو د نیولو خبر ورکوي، چې څو ورځې وړاندې نامعلومه وسله وال کس د کابل ښار د چهلستون په سیمه کې د کابل د دیني عالمانو د شورا مرستیال مولوي عبدالبصیر حقاني شهید کړ.

تر دغه پېښې وروسته د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې د مولوي عبدالبصیر حقاني اصلي قاتل یې نیولی او تر پلټنو لاندې دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110916

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110916/

جمهور
  https://www.jomhornews.com