پوځي چارواکي وايي، هلمند کې ۲۹ ځانګړي طالبان وژل شوي دي

12 قوس 1397 ساعت 12:30

په جنوب کې د پوځ چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي برید کې ۲۹ ځانګړي وسله وال طالبان وژل شوي دي.


په جنوب کې د پوځ چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي برید کې ۲۹ ځانګړي وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي دفتر ویلي بهرنیو ځواکونو پرون یکشنبې د لیندۍ ۱۱ مه د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د مزک په سیمه کې پر طالبانو دغه برید کړی.

د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي مرستیال جګړن شاولي وايي، برید د طالبانو د ځانګړو ځواکونو د روزنې په یوه مرکز تر سره شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې د طالبانو ۲۹ ځانګړي ځواکونه وژل شوي دي.

که څه هم چارواکو د ځانګړو طالبانو په اړه معلومات نه دي ورکړي خو ګمان کېږي، چې دغه برید د طالبانو د سرې قطعې د روزنې په یوه مرکز شوی وي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم د برید پخی کړی او په ورته وخت کې افغان حکومت په دې اړه یوه ویډیو هم خپره کړې، چې په کې ښکاري طالبان په یوه کور کې په پوځي روزنه بوخت دي او برید پرې کېږي.

په ویډیو کې لیدل کېږي، چې په کرنیزه ځمکه کې یو کور دی او هلته یو شمېر کسان په لیکو ولاړ او تمرین کوي، چې د برید سره سم له کوره دود او دوړې پورته کېږي او په بشپړه توګه له منځه وړل کېږي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې ویډیو او د طالبانو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو په لښکرګاه، نادعلي او ګرشک ولسوالیو کې یې د امنیتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
 


د مطلب کود: 110918

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110918/

جمهور
  https://www.jomhornews.com