صفر ۳ قطعې زابل کې د طالبانو پر یوه لوی مرکز عملیات کړي

12 قوس 1397 ساعت 12:45

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د ځانګړو ځواکونو صفر درې قطعې زابل ولایت کې د طالبانو په تر ټولو ستر مرکز عملیات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د ځانګړو ځواکونو صفر درې قطعې زابل ولایت کې د طالبانو په تر ټولو ستر مرکز عملیات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د زابل امنیه قوماندان مصطفی مایار د دې خبر د پخلي تر څنګ ویلي، دغه عملیات پرون د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه مرکز شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ژوندي نیول شوي دي.

په ورته وخت کې د شاجوی ولسوال وزیر محمد جوادي وايي، دغه عملیات د صفر درې قطعې له خوا د شاجوی ولسوالۍ د شوبار په سیمه کې د زکوزو او لودینو په کلیو کې شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، یاد عملیات د طالبانو په هغه ستر مرکز شوی، چې د غزني او زابل ولایتونو لپاره د وسله والو طالبانو مهم سیمه ییز مشران په کې اوسېدل.

د هغه په وینا شوبار د غزني او زابل د وسله والو طالبانو هغه مرکز و، چې د کابل – کندهار پر لویه لار به یې حکومتي کسان تر برمته کولو وروسته همدې سیمه کې زنداني کول او د جګړې پلانونه به یې په کې جوړل.

د شاجوی ولسوال زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ تنه نور د ځانګړو ځواکونو له خوا ژوندي نیول شوي دي.

د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر هم د یادو عملیاتو په کې د طالبانو د مرګ ژوبلې خبر تایید کړی، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110920

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110920/

جمهور
  https://www.jomhornews.com