ټرمپ له پاکستانه غوښتی، چې طالبان سولې ته حاضر کړي

12 قوس 1397 ساعت 12:58

د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان نه غوښتي، چې سولې ته د طالبانو په حاضرولو کې مرسته وکړي.


د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان نه غوښتي، چې سولې ته د طالبانو په حاضرولو کې مرسته وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وایي، ټرمپ دغه غوښتنه عمران خان ته په یوه لیک کې کړې او دغه لیک د تېرې جمعې په ورځ عمران خان تر لاسه کړی دی.

د دغه لیک په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي، خو درې ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپلو څرګندونو کې ویلي، دوی چمتو دي، چې د افغان سولې په برخه کې بشپړه همکاري وکړي.

د ټرمپ د دغه لیک او له پاکستانه سولې ته د طالبانو حاضرولو غوښتې راپورنه پر داسې مهال ورکول کېږي، چې ټرمپ څو ورځې وړاندې له واشنګټن پوست سره مرکه کې ویلي و شونې ده چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي.

تر هغې وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم و ویل، چې امریکا د افغان جګړې د پای ته رسېدو له پاره بېړه لري.

د خلیلزاد تر څرګندونو دوه ورځې وروسته د امریکا دفاع وزیر جنرال جیمز متیس په یوه دفاعي غونډه کې و ویل، امریکا هڅه کوي، چې د افغانستان ډېره ژر پای ته ورسېږي، خو له دغه هېواده د سرتېرو د ایستلو کوم پلان نه لري.

د امریکا چارواکو له دې څرګندونو وروسته د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې په تړاو خپل درېیم سفر هم پیل کړی دی.

د هغه دغه سفر پرون د دسمبر ۲ مه پیل شوی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبر پاڼې پر بنسټ تر روانې میاشتې تر ۲۰ پورې به دوام وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې خلیلزاد به افغانستان، پاکستان، روسیې، ترکمنستان، ازبکستان، بلجیم، متحده عبري اماراتو او قطر ته سفرونه وکړي او د افغان سولې په تړاو به له چارواکو سره خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 110921

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110921/

جمهور
  https://www.jomhornews.com