چارواکي:

هلمند کې یو طالبان چې غوښتل یې جومات کې ماین کېږدي نیول شوی

12 قوس 1397 ساعت 13:17

د ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، هلمند ولایت کې امنیتي ځواکونو هغه طالب وسله وال نیولی، چې غوښتل یې په یوه جومات کې ماین خښ کړي.


د ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، هلمند ولایت کې امنیتي ځواکونو هغه طالب وسله وال نیولی، چې غوښتل یې په یوه جومات کې ماین خښ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه قول رادو نن دوشنبې د لیندۍ ۱۲ مه په یوه خبرپانه کې ویلي، دغه پېښه تېره شپه د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ یو تن وسله وال غوښتل په نوزاد ولسوالۍ کې په یوه جومات کې له چاوېدونکو توکو ډکه بوشکه ځای پر ځای کړي، چې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

په خبر پاڼه کې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي، او نه هم طالبانو په دې اړه څه ویلي.

جمهورخبري آژانس:شمال
 


د مطلب کود: 110923

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110923/

جمهور
  https://www.jomhornews.com