سیاسي شنوونکي:

طالبان د امریکا له لاسه په وتو دي ځکه یې د سولې هڅې ګړندۍ کړې

12 قوس 1397 ساعت 14:13

د سولې په تړاو افغانستان ته د زلمي خلیلزاد درېیم سفر ته په اشارې ځینې سیاسي شنونکي وايي، دا چې طالبان د امریکا د استخباراتي لوبې څخه په وتو دي، نو امریکا د سولې هڅې ګړندۍ کړې دي.


د سولې په تړاو افغانستان ته د زلمي خلیلزاد درېیم سفر ته په اشارې ځینې سیاسي شنونکي وايي، دا چې طالبان د امریکا د استخباراتي لوبې څخه په وتو دي، نو امریکا د سولې هڅې ګړندۍ کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي پرون د سولې په تړاو خپل درېیم سفر پیل کړل چې د روانې میلادي میاشتې تر ۲ مې به دوام وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، خلیلزاد به افغانستان، پاکستان، روسیې، ترکمنستان، ازبکستان، بلجیم، متحده عربي اماراتو او قطر ته سفرونه ولري او له چارواکو سره به پر سولې خبرې وکړي.

د وزارت په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې خلیلزاد به له افغان ولسمشر سره د نظریاتو د شریکولو تر څنګ له حکومتي او غیر حکومتي شخصیتونو سره هم پر سوله خبرې وکړي او هغوی ته به و وايي، چې امریکا سولې ته جدي ده او دوی هم باید په دې برخه کې جدي همکاري وکړي.

خو د سیاسي چارواکو یو شمېر شنوونکي د امریکا د سولې دې هېڅو او بېړې ته د شک په سترګه ګوري او وایي، امریکا دا هر څه د دې له پاره کوي، چې طالبان یې له لاسه په وتو دي.

د سیاسي چارواکو شنونکي رحمت الله بېژن جمهور خبري آژانس ته و ویل، دا چې طالبان په دې وروستیو کې د سیمې لویو هېوادونو ته نېږدې شوي همدا د امریکا اندېښنه ده او فکر کوي، چې طالبان نور د دوی له لاس او لوبې په وتو دي، نو ځکه یې د سولې هڅې ګړندۍ کړې دي.

د هغه په وینا له امریکا او ملاتړ سره یې په اصل کې د افغانستان د جګړې، سولې او حکومت جوړونې اندېښنه نشته، بلکې دې ته اندېښمنه ده، چې طالبان یې نور له استخباراتي لوبې په وتو دي او ځان ته یې په سیمه کې نور ملګري پیدا کړي دي.

د هغه په وینا طالبان تر دې وړاندې د امریکا او پاکستان په کنټرول کې وو، خو په دې وروسیتو کې روسیې او ځینې نورو هېوادونو ته نېږدې شوي او اړیکې ورسره لري، چې همدې مسلې امریکا اندېښمنه کړې ده.

نوموړی وايي، د سولې په تړاو د زلمي خلیلزاد سفر به کوم مثبت اغېز ونه لري، ځکه لوبه اوس نوې شوې او د افغانستان په جګړه او سوله کې اوس له پاکستان پرته د سیمې نور هېوادونه هم ورکډ شوی، چې له وړاندې یې لا د سولې پروسه پېچلې کړې ده.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 


د مطلب کود: 110926

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110926/

جمهور
  https://www.jomhornews.com