له ټرمپ وروسته متیس له پاکستانه سولې ته د طالبانو د حاضرولو غوښتنه وکړه

13 قوس 1397 ساعت 9:17

د امریکا تر ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروسته د دغه هېواد دفاع وزیر جنرال جیمز متیس ویلي پاکستان باید طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.


د امریکا تر ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروسته د دغه هېواد دفاع وزیر جنرال جیمز متیس ویلي پاکستان باید طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ د تېرې جمعې د لیندۍ ۹ مه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته یو لیک لېږلی و او ترې غوښتي یې و، چې افغان سولې ته د طالبانو په حاضرولو کې جدي همکاري وکړي.

ټرمپ په دغه لیک کې عمران خان په واضح توګه ویلي«افغانستان زما تر ټولو مهم سیمه ییز لومړیتوب دی، که پاکستان د امریکا باور خپلول غواړي باید د افغانستان په سوله کې ریښتینې مرسته وکړي.»

سپینې ماڼې او خپله عمران خان هم د دغه لیک د ورسېدو پخلی کړی او ویلي یې دي دا چې د ټول هېوادونه له پاکستانه غواړي، چې د افغان سولې په برخه کې رول ولوبوي پاکستان هم چمتو دی.

تر ټرمپ وروسته د امریکا دفاع وزیر جنرال جیمز متیس پرون دوشنبې په پنټاګونو کې خبریالانو ته ویلي پاکستان باید په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

نوموړي له پاکستانه په واضح ډول وغوښتل، چې له طالبانو سره سولې په خبرو کې اصلي رول په غاړه واخلي او د ټولو خواو د ملاتړ تر څنګ په افغانستان او د سیمې په نورو هېوادونو کې د سولې لپاره هڅه وکړي.

متیس چې د هند له دفاع وزیر نرمیلا سیتارامان سره په ګډه خبري غونډې ته خبرې کولې و ویل« موږ له ټولو مسوولیت منونکو ملتونو په ټول براعظمګي او له هغه ورهاخوا په افغانستان کې د سولې د ملاتړ هیله لرو، هغه وخت رارسېدلی چې هر څوک په دې هڅه کې برخه واخلي.»

د امریکا ولسمشر او دفاع وزیر پر داسې مهال له پاکستان د افغان حکومت سره د سولې خبرو ته د طالبانو په حاضرولو کې د همکارۍ جدي غوښتنه کوي، چې د افغان سولې په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د سولې لپاره خپل درېیم سفر هم پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې د هغه سفر به د روانې دسمبر میاشتې تر ۲۰ نېټې پورې دوام ولري، چې په ترڅ کې به یې افغانستان، پاکستان، روسیې، ترکمنستان، ازبکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او بلجیم ته ولاړ شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې هغه به په افغانستان کې له حکومتي او غیر حکومتي چارواکو سره خبرو کې هغوی ته و وايي، چې امریکا د سولې په برخه کې جدي ده او دوی هم باید په جدیت ورته کار وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 110945

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110945/

جمهور
  https://www.jomhornews.com