جاپان له افغانستان سره ۹ میلیونه ډالر مرسته کړې

13 قوس 1397 ساعت 9:58

کابل کې د جاپان سفارت وايي، هېواد یې د ملګرو ملتونو له وجهي صندوق سره ۹ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.


کابل کې د جاپان سفارت وايي، هېواد یې د ملګرو ملتونو له وجهي صندوق سره ۹ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یونیسف به دا پیسې د جیکا موسسې په همکارۍ د افغان ماشومانو او ښځو پر بېړنیو اړتیاوو ولګوي.

خبرپاڼه زیاتوي، دا مرسته به یونیسف او اړوندې ادارې په دې قادرې کړې، څو د کتلوي معافیت پروګرام له لارې نږدې یو نیم میلیون نوي زېږېدلي ماشومان واکسین کړي، ۱۰ میلیونه له پنځو کلونو کم ماشومان به خوندي کړي او تقریباً درې میلیونه مېرمنو ته به پرې د تیتانوس واکیسن ورکړي.

د دې مرستو یوه برخه به د ګوزن یا پولیو د ناروغۍ د مخنیوي په هڅو هم ولګول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 110949

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110949/

جمهور
  https://www.jomhornews.com