کاپیسا کې د پوځ یوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده

13 قوس 1397 ساعت 10:12

سیمه ییز چارواکي وايي، کاپیسا ولایت کې د افغان پوځ یوه چورلکې د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې بېړنۍ ناسته کړې خو طالبان وايي، دغه چورلکه دوی ویشتې.


سیمه ییز چارواکي وايي، کاپیسا ولایت کې د افغان پوځ یوه چورلکې د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې بېړنۍ ناسته کړې خو طالبان وايي، دغه چورلکه دوی ویشتې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کاپیسا د ولایتي شورا غړی محمد حسین سنجني ویلي پېښه پرون د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه چورلکې سیمې ته د عملیاتو په موخه کمانډو ځواکونه لېږدول، خو د تخنیکي ستونزې له امله یې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې بېړنۍ ناسته کړې.

د هغه په وینا په دقیق ډول چورلکې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه د تګاب بدراب سیمه کې ناسته کړې او اوس د پوځ ځانګړي ځواکونه د هغې په جوړولو بوخت دي.

وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې دغه چورلکه دوی ویشتې او راغورځولې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خبرپاڼه کې ویلي د امریکايي ځواکونو یوه چینوک چورلکه چې د عملیاتو لپاره یې امریکايي سرتېري لېږدول غورځول شوې او کېدای شي ټول سپاره سرتېري په کې وژل شوي وي.

افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت هم تایید کړې، چې د افغان پوځ یوه چورلکه چې بهرني سرتېري په کې سپاره و، بېړنۍ ناسته کړې ده.

ناټو د طالبانو دغه ادعا په کلکه رد کړې، چې ګڼې چورلکه دوی ویشتې او وايي، په پېښه کې هېچا ته زیان نه دی رسېدلی.

جمهورخبري آژانس:کاپیسا
 
 


د مطلب کود: 110952

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110952/

جمهور
  https://www.jomhornews.com