د سرپل د صیاد ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی دی

13 قوس 1397 ساعت 12:52

سیمه ییز چارواکي وايي، د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالمالک نظامي د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالمالک نظامي د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې تېره شپه (د لیندۍ ۱۲مه) وسله والو طالبانو په صیاد ولسوالي برید وکړ او تر سهاره جګړې دوام درلود.

د صیاد ولسوال حیات الله حیات ویلي، د طالبانو په برید کې د صیاد امنیه قوماندان، دوه پولیس او درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

د هغه په وینا د افغان ځواکونو سره په دې نښته کې ۷ وسله وال طالبان هم وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي د نښتې پر مهال ځینې پوستې هم طالبانو نیولې وې خو اوس بېرته ترې افغان ځواکونو نیولې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:سرپل
 


د مطلب کود: 110960

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110960/

جمهور
  https://www.jomhornews.com