خلیلزاد هم د افغان سولې په تړاو پاکستان ته رسېدلی

13 قوس 1397 ساعت 12:54

راپورونه دي، چې پاکستان ته د طالبانو قطر دفتر پلاوی د رسېدو سره سم د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد هم دغه هېواد ته رسېدلی دی.



راپورونه دي، چې پاکستان ته د طالبانو  قطر دفتر پلاوی د رسېدو سره سم د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد هم دغه هېواد ته رسېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد نن سه شنبې د لیندۍ ۱۳ مه اسلام آباد ته رسېدلی او ټاکل شوې له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په تړاو خبرې وکړي.

خلیلزاد پر داسې مهال پاکستان ته سفر کوي، چې تر دغه وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او دفاع وزیر جیمز متیس له پاکستان غوښتي، چې د افغان سولې په برخه کې په جدیت سره همکاري وکړي.

ټرمپ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته په یوه لیک کې ویلي، چې افغانستان ورته لومړیتوب لري او پاکستان ته پکار ده چې په دې هېواد کې د سولې او جګړې د پای ته رسېدو له پاره طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر کړي.

امریکا ولسمشر ټینګار کړی، چې که پاکستان د امریکا باور تر لاسه کول غواړي باید د افغان سولې په برخه کې ریښتینې همکاري وکړي.

بل خوا د امریکا دفاع وزیر پرون په پټاګونو کې د هند له دفاع وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې پر پاکستان غږ کړی، چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

تر دې وړاندې خلیلزاد ویلي و امریکا د افغان سولې په برخه کې جدي ده او غواړي په دغه هېواد کې جګړه ژر پای ته ورسېږي.

په ورته وخت کې اسلام آباد ته د خلیلزاد تر رسېدو وړاندې د طالبانو د قطر دفتر یو اووه کسیزه پلاوی هم پاکستان ته رسېدلی تر څو له خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړي.

دا خبره د قطر دفتر غړو برېتانوی ډیلي تېلګراف ورځپاڼې ته د پخلي تر څنګ ویلي، دغه سفر د طالبانو لپاره خورا مهم دی او په دې لړ کې بر پر مهمو مسایلو خبرې کېږي.

افغان اجرائیه ریاست تمه ښودلې چې دا ځل به پاکستان ته د ښاغلي خلیلزاد سفر له لاس ته راوړنو ډک وي او پاکستان به د افغان جګړې د پای ته رسولو او سولې ته د طالبانو په حاضرولو کې عملي اقداماتو ته اړ باسي.

باید و ویل شي چې خلیلزاد به تر پاکستان وروسته، افغانستان، روسیې، ازبکستان، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو، قطر او بلجیم ته هم د افغان سولې په تړاو سفرونه ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110961

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110961/

جمهور
  https://www.jomhornews.com