سروې:

۸۲ سلنه افغانان طالبان نه خوښوي او ۶۰ سلنه خپل راتلونکې ته اندېښمن دي

13 قوس 1397 ساعت 13:55

افغانستان کې د اېشا باونډېشن بنسټ د امنیت، ټاکنو، حکومتولۍ، اقتصاد، اساسي خدماتو، اداري فساد او له طالبانو سره د سولې په تړاو یوه سروې کړې ده.


افغانستان کې د اېشا باونډېشن بنسټ د امنیت، ټاکنو، حکومتولۍ، اقتصاد، اساسي خدماتو، اداري فساد او له طالبانو سره د سولې په تړاو یوه سروې کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سروې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۵۰۰۰ څخه زیاتو کسانو سره د نظر اخستو پر بنسټ تر سره شوې، چې نن سه شنبې د لیندۍ ۱۳ مه یې د یاد بنسټ مسوولینو معلومات خپاره کړل.

سروې ښيي، چې د تېر په پرتله له وسله والو مخالفینو سره د افغانانو خواخوږي په بې ساري ډول راښکته شوې او ۸۲ سلنه پوښتل شویو کسانو ویلي دوی له طالبانو سره هېڅ خواخوږي نه لري.

د سروې د معلوماتو پر بنسټ ۷۹ سلنه افغانانو طالبان د هېواد په لوېدیځ او ۵۷ سلنه نورو داعش په ختیځ کې د خپل امنیت په اړه لوی ګواښ یاد کړی دی.

یادې سروې د خپرولو پر مهال د اېشا فاونډېشن رییس روح الله احمدزی و ویل، چې د خپل راتلونکې په اړه ۶۰ سلنه وکړي اندېښمن دي.

د ایشا فاوندېشن تر سره شوې سروې ښه یي د مدني ازادیو په اړه د افغانانو وېره چې په ۲۰۱۷ کال کې ۵۲سلنه وه په ۲۰۱۸کال کې ۶۲ سلنه زیاته شوې ده.

۳۳ سلنه افغانانو ویلي چې هېواد یې پر سمه لوري روان دی او پر وینا یې په امنیت، بیارغونې، حکومتدارۍ، د ښځو حقوقو، او اقتصاد کې ښه والی راغلی دی.

خو له ۶۰سلنو څخه زیات افغانانو ویلي چې هېواد یې په سم لوري روان نه دی، ځکه نا امني، بېکاري، بد اقتصاد، د بیو لوړوالی زیات دی.

​په دغه سروې کې پر ډمکراسۍ، انتخاباتو، پر دولتي بنسټونو او د خدماتو پر وړاندې کولو د خلکو باور زیات شوی، خو نا امني، د اقتصاد د خرابوالی، د پارلماني‌ انتخاباتو ځنډېدل هغه څه یاد کړي چې د دوی پر راتلونکې تاثیر کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 110971

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110971/

جمهور
  https://www.jomhornews.com