۰
د مشرانو جرګې رییس:

د کابل پارلماني ټاکنې باید لغوه او له سره وشي

سی شنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۹
د مشرانو جرګې رییس وايي، که د کابل ولایت د ولسي جرګې ټاکنې په سمه توګه څېړل کېږي ښه تر ښه که نه وي دا ټاکنې دې لغوه شي.
د کابل پارلماني ټاکنې باید لغوه او له سره وشي
د مشرانو جرګې رییس وايي، که د کابل ولایت د ولسي جرګې ټاکنې په سمه توګه څېړل کېږي ښه تر ښه که نه وي دا ټاکنې دې لغوه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې فضل الهادي مسلم یار د نن سه شنبې لیندۍ ۱۳ مې په غونډه کې و ویل، چې کمېسیون باید تورې او سپینې رایې سره بېلې کړي او که دا کار نه شي کولای له سره دې ټاکنې وکړي.

د هغه په وینا د کابل ټاکنو کې بې حده درغلیو د رایو بیا څېړلو او دغه راز د لومړنیو پایلو اعلان له ځنډ سره مخ کړی او که یې چېري کمېسیون تر وده نه شي وتلای ښه به چې له نوم بدوالي د خلاصون په موخه دغه ټاکنې لغوه او د ولسمشرۍ له ټاکنو سره یې یو ځای تر سره کړي.

د مشرانو جرګې رییس ټینګار وکړ، چې له دې زیات د کابل د ټاکنو د پایلو نه اعلان د هېواد په ګټه نه دی او د کمېسیون کړنې تر سوال لاندې راولي.

د جرګې یو بل غړي فرهاد سخي تور پورې کړ، چې د ټاکنو کمېسیون له نوماندانو او څارونکو سره په معاملو کې دی او هڅه کوي د ځینو نوماندانو رایې زیاتې او د ځینو هغو کمې کړي او خپل د خوښې کسان ولسي جرګې ته معرفي کړي.

د هغه په وینا دا څه د ټاکنو په پروسه تور داغ دی او هغه نوماندان چې په رښتیا یې د ولس رایې ګتلې د خپلې دفاع له پاره به لاس په کار شي.

د مشرانو جرګې یوې بلې غړې ګلالۍ اکبري بیا و ویل، ویل کېږي د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا عملیاتي رییس له نوماندانو سره په معاملې او د رشوت اخستو په تور نیول شوی، ولې دا موضوع تر اوسه نه ده روښانه شوې.

باید و ویل شي، چې د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په ۲۸ مه نېټه تر سره شوې دي، خو په وار وار یې د پایلو په اعلان کې ځنډ راغلی دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي