۰

خلیلزاد پاکستان ته د ټرمپ خبره ترار کړې او دغه هېواد هم د مرستې ډاډ ورکړی

چهارشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۹
د افغان سولې له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې په پاکستان ته تللی د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو سره یې لیدلي دي.
خلیلزاد پاکستان ته د ټرمپ خبره ترار کړې او دغه هېواد هم د مرستې ډاډ ورکړی
د افغان سولې له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې په پاکستان ته تللی د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو سره یې لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورنه وایي، خلیلزاد پاکستاني چارواکو په ځانګړي ډول شاه محمود قریشي ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه خبره تکرار کړې، چې امریکا په افغانستان کې سوله غواړي او افغانستان ورته لمړیتوب لري.

ټرمپ په یوه لیک کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان نه دا هم غوښتي و، چې که پاکستان غواړي د امریکا باور تر لاسه کړي باید طالبان د افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر کړي.

راپورونه وايي، ښاغلي خلیلزاد هم دا خبرې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته تکرار کړې او له دې هېواده یې غوښتي، چې د افغان سولې په برخه کې ریښتینې او پوره همکاري وکړي.

د خلیلزاد او د پاکستان چارواکو د لیدنو کتنو او خبرو جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو لوېدیځو رسنیو راپور ورکړی، چې پاکستان خلیلزاد ته د افغان سولې په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

پاکستاني چارواکو ویلي دوی به په افغانستان کې د طالبانو سره د خبرو اترو له لارې سولې ته د رسېدو ملاتړ او په دې برخه کې به همکاري وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي ښاغلی خلیل‌زاد له قریشي سره په لیدنه کې د ولسمشر ټرمپ هغه غوښتنه تکرار کړه چې د افغانستان سوله کې یې د پاکستان همکاري غوښتې ده.

که څه هم پاکستان په وار وار د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې خو تر اوسه یې کوم عملي اقدام نه دی تر سره کړی.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ته نومول شوي امریکايي جنرال کینیټ مکینزي تازه د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته په خبرو کې ویلي، د افغان سولې په برخه کې د پاکستان همکاري اړینه ده، خو دغه هېواد تر اوسه هېڅ عملي ګامونه نه دي اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي