د ناټو مشر:

تمه ده روسیه او ایران هم د افغان سولې ملاتړ وکړي

14 قوس 1397 ساعت 8:54

د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، ناټو د سیمې د هېوادونو په ګډون له روسیې او ایران هم تمه لري، چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.


د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، ناټو د سیمې د هېوادونو په ګډون له روسیې او ایران هم تمه لري، چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ چې پرون سه شنبې یې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په اړه خبرې کولې و ویل، چې ناټو او غړي هېوادونه یې د افغانانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ کوي.

د هغه په وینا ناټو له افغان سرتېرو سره د ښوونې، مشوور او مرستو لارې هڅه کوي په افغانستان کې ستونزې د یوه سیاسي حال لارې حل شي او دغه هېواد کې سوله ټینګه شي.

د ناټو مشر زیاته کړې دوی د روسیې او ایران په ګډون له ټولو سیمه ییزو قوتونو څخه تمه لري، چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې څخه ملاتړ وکړي او په دې برخه کې خپل اغېز لرونکی رول ادا کړي.

په ورته وخت کې هغه پر وسله والو طالبانو هم غږ کړی، چې نور له جګړې لاس واخلي او د سولې په اړه د خبرو مېز ته کېني، ځکه د ده په وینا طالبان به د جګړې په ډګر کې هېڅ وخت بریالي نه شي.

سټولټنبر ویلي« موږ طالبانو ته واضح پیغام لېږو، چې هغوی به په جګړه کې هېڅ کله هم بریالي نشي، نو باید د سولې په اړه د خبرو اترو مېز ته کېني، او د سولې د واقعي مذاکراتو له لارې له دولت سره یو ځای شي.»

د ناټو سرمنشي په افغانستان کې د شوو پرمختګونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقوقو او خلکو شموله ستاینه کړې او ویلي یې دي، په افغانستان کې له ډموکراټیک بهیر څخه ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د هغه په وینا ناټو د افغانانو د امنیت او ساتنې په خاطر په افغانستان کې پاتې کېږي او نه غواړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د تروریستانو په خوندي ځای بدل شي.

باید و ویل شي، چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه به نن چهارشنې د لیندۍ ۱۴ مه د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې تر سره شي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هم په کې ګډون کړی دی.

په دغه غونډه کې به تر ډېره د افغانستان، د امنیت، سولې، ټاکنو او له دې هېواد سره د ناټو پر مرستو او همکاریو خبرې اترې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110991

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110991/

جمهور
  https://www.jomhornews.com