یو امریکايي افسر له داعش نه د ملاتړ په تور به بند محکوم شو

14 قوس 1397 ساعت 9:08

د امریکا فدرال محکمې د امریکا د پوځ یو سرتېری ایکایکا اریک کانګ له داعش ترهګرۍ ډلې د ملاتړ په تور په بند محکوم کړ.


د امریکا فدرال محکمې د امریکا د پوځ یو سرتېری ایکایکا اریک کانګ له داعش ترهګرۍ ډلې د ملاتړ په تور په بند محکوم کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افسر کانګ ته د امریکا د یوې فدرالي محکمې له خوا د ۲۵ کاله بند سزا واوروله.

ویل کېږي دغه امریکايي افسر د بې پیلوټه الوتکو په اړه پټ اسناد او معلومات هغه کسانو ته چې په ښکار یې ځانونه د داعش ملاتړ معرفي کړي و او په اصل کې د اف بي آی غړی و، ورکړي دي.

تر دې وروسته افسر ایکایکا اریک کانګ چې د امریکا د نظامي هوايي ترافیکو د کنټرول افسر و د ۲۰۱۷ کال د جون په ۸ مه د امریکا هاوايي کې ونیول شو.

هغه په تېره اګست میاشت کې په خپلو څلورو جرمو چې ترهګریز و اعتراف کړی او تر هغې وروسته محکمې په ۲۵ کاله بند محکوم کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110993

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110993/

جمهور
  https://www.jomhornews.com