۰

غزني کې ۴۰ پاکستاني ترهګر وژل شوي دي

چهارشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۹
ملي دفاع وزارت په غزني ولایت کې د کابو ۱۰۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي، چې ۴۰ تنه په کې پاکستاني ترهګر دي.
غزني کې ۴۰ پاکستاني ترهګر وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت په غزني ولایت کې د کابو ۱۰۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي، چې ۴۰ تنه په کې پاکستاني ترهګر دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د لیندۍ ۱۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه وسله وال د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې د غزني په ګیلان، ناوه، خوګیاڼي او جاغوري ولسوالیو کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي له دې ډلې د ۴۰ پاکستانیانو په ګډون ۷۲ وسله وال په ګیلان، ناوې او خوګیانو ولسوالیو کې او ۲۵ تنه نور په جاغوري ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي په ګیلان ناوې او خوګیاني ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال دوه وسله وال ټپیان شوي هم دي او ۱۷ یې نیول شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په څلور واړه ولسوالیو کې د هوایي بریدونو پر مهال د وسله والو ۱۸ عرادې موټر، ۴۶ عرادې موټر سایکلونه او ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي