۰

د امریکا او طالبانو د سولې خبرې او د امریکا او پاکستان معامله سره توپیر لري

چهارشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۷
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي په تماما مانا د افغان حکومت، طالبانو او امریکا د سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو په دې برخه کې د امریکا او پاکستان خپل منځي معامله د منلو نه ده.
د امریکا او طالبانو د سولې خبرې او د امریکا او پاکستان معامله سره توپیر لري
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي په تماما مانا د افغان حکومت، طالبانو او امریکا د سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو په دې برخه کې د امریکا او پاکستان خپل منځي معامله د منلو نه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي چې نن چهارشنبې د لیندۍ ۱۴ مه یې د کرزي بنسټ له خوا د پوهاند سید بهاوالدین مجروح په یاد غونډه کې دغه څرګندونې وکړې.

ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې د ارواښاد مجروح د خدمتونو د یادونې تر څنګ د افغانستان روان امنیتي حالت، سولې او د افغانستان په اړه د سیمې او نړۍ د هېوادونو اړیکو او پروګرامونو ته هم اشاره وکړه.

نوموړي د افغان سولې په برخه کې له طالبانو سره د امریکا له خبرو هرکلی او ملاتړ یې وکړ خو ټینګار یې دا وو چې دا خبرې په رښتیا هم په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات سبب شي او افغانان وکولای شي په خپل کور کې د آرام ساه واخلي.

خو په ورته وخت کې یې دا خبردارۍ هم ورکړل، چې د افغانستان پر سر هېڅ ډول بهرنۍ معامله به افغان ولس ته د منلو نه دوي.

حامد کرزي و ویل«موږ د امریکا له خوا د طالبانو سره د سولې د هڅو په تمامه مانه ملاتړ کو، هیله لرو، چې افغانستان ته سوله راستنه شي، خو په دې برخه کې هېڅ ډول پټه معامله به افغان ولس ته د منلو نه وي»

ښاغلي کرزي وړاندې زیاته کړه«د حکومت، امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې یوه مانا لري، خو د امریکا او پاکستان تر منځ معامله بله مانا لري، موږ دې ټکي ته ډېر دقیق متوجه یو، او هېڅ ډول پته معامله راته د منلو نه ده، ځکه افغانستان په تېر کې همدې بهرنیو معاملو دې وران حالت ته رارسولی دی.»

پخواني ولسمشر په دې وروستیو کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله هم ژونه خواشني وښوده او پر بهرنیو ځواکونو په تېره بیا پر امریکا یې غږ وکړ، چې په افغانستان کې خپلې بمبارۍ بندې کړي.

د هغه په وینا د دغه او امریکا تر منځ د اختلاف لوی ټکی همدا و، چې پر ملکي وګړو د بمباریو مخالف و او اوس یو ځل بیا له امریکا غواړي، چې د ولسي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي او خپلې بمبارۍ بندې کړي، ځکه په یوه وخت او سوله او جنګ دواړه نه کېږي.

دغه راز ښاغلي کرزي په وسله والو طالبانو هم وکړ چې نور له جګړې لاس واخلي، د بل د لاس آله نه شي او سولې ته مخه کړي، ځکه په وینا یې د دغه جګړې زیان یوازې افغانان ویني او ګټه یې نورو ته رسېږي.

نوموړي د حکومت له خوا د طالبانو سره د سولې مرکچي پلاوي ټاکل کېدو په اشارې سره و ویل، چې دا یو ملي پلاوی دی او هیله ده، چې طالبان ورسره د سولې خبرو ته کېني.

پخواني ولسمشر حامد کرزي ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې سوله، ثبات او پرمختګ هله شونی دی، چې افغانان خپل ملي یووالي وساتي او په ګډه د سولې او پرمختګ له پاره لاس په کار شي.
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي