د حسنا جلیل د ټاکل کېدو په اړه فسبوکي غبرګونونه

14 قوس 1397 ساعت 13:16

حسنا جلیل چې تازه د ولسمشر له خوا د کورنیو چار وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ معینه ټاکل شوې په خواله رسنیو یې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.


حسنا جلیل چې تازه د ولسمشر له خوا د کورنیو چار وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ معینه ټاکل شوې په خواله رسنیو یې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې حسنا جلیل چې ۲۶ کاله عمر لري او افغانستان کې د امریکایي پوهنتون د منجمنټ او ادارې په برخه کې یې لوړې زده کړې کړې دي، پرون په دې څوکۍ وټاکل شو.

خو د هغه تر ټاکل کېدو وروسته په خواله رسنیو د نوموړې پر ټاکل کېدو زیات شمېر کسانونو غبرګونونه ښودلي او د نوموړې انځورنه پورته کوي.

د فسبوک ډېری کارکوونکو د حسنا جلیل ټاکل کېدل پر ځای او ښه ګام بللی او ویلي یې دي، په لوړو پوستونو د ځوانانو ګمارنه نه یوازې دا چې د فساد د مخنیوي له پاره خورا ګټور ده، تر څنګ یې په ورځینو کارونو کې هم چټکتیا راتلای شي.

ځینو فسبوک کارکوونکو ویلي له دې ډول ټاکنو ښکاري چې حکومت د ټولو ادارو ځوانول غواړي او دا د هېواد د راتلونکې په ګټه دی.

خو ځینو بیا د حسنا جلیل پر ټاکل کېدو نیوکه کړې او ویلي یې دي په یوه لوړ مهم پوسټ او هغه دا د یوې امنیتي ادارې د مېرمنو په تېره بیا د ځوانانو ګمارنه تېروتنه ده.

دوی وايي، د دې پر ځای چې د یوې امنیتي ادارې په یوه لوړ پوست یوه ځوانه مېرمن وټاکل شي ښه به دا وي، چې پر ځای یې یو پوخ مسلکي جنرال ګمارل شوی وای.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 111010

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111010/

جمهور
  https://www.jomhornews.com